ويسا: خليلزاد چارواکو او سياستوالو ته څو سپينې خبرې کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۱۷)

له کابل څخه خپريدونکې ويسا ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې “د خليلزاد دوې پخې خبرې” تر عنوان لاندې ليکي چې د افغانستان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي د تيرې چهارشنبې په ورځ د ارګ په يوې غونډې کې چارواکو او سياستوالو ته څو سپينې خبرې کړي.

ويسا زياتوي، د خليلزاد دا خبره رسنيو ډيره توده راخیستې چې د يوه چارواکي د خبرو په غبرګون کې يې وويل : (دلته داسې کسان را ټول دي چې زامن یې په جګړه کې نه وژل کېږي، نو دوی د سولې په ارزښت هم نه پوهېږي) چې د لیکوال په وينا دغه لنډه خبره د افغان ولس د غميزې ټول داستان دی.

ويسا وړاندې ليکي، د جګړې په دوام ټينګار کول د هغه چا شعار دی چې خپل اولادونه يې له جګړو ډير ليرې خو د نورو د بچيانو په وينو يې خرمستۍ جوړې دي.

د سرچينې په وينا، د زلمي خليلزاد دوهمه مهمه خبره دا وه چې د غونډې ګډونوالو ته يې ویل، دلته په خپله د امریکايي ځواکونو قومندان راتلو غوښتل يې يوه خبره درته وکړي؛ خو اوس يې زه د هغه په نمايندګۍ درته کوم دا چې (نور امریکا وژلو او جګړې ته د پای ټکی ږدي، پر دې دې تاسې خبر ياست).

که څه هم د امریکا او طالبانو خبرو کې وخت ناوخت  د اشرف غني حکومت ځينې چارواکي نيوکې کوي خو امریکا د طالبانو سره له تيرو څو مياشتې راهيسې خبرې روانې کړي او غواړي څو د افغانستان له خاورې ډاډمن او له دغه هيواده خپل پوځيان اوباسي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button