نیکولاس کې: د ناټو غړي افغانستان ته  ګډ راغلي او د وتلو پرېکړه به هم په ګډه کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۱۷)

د ناټو ملکي استازي نيکولاس کې پرون خبريالانو ته ويلي، تر دې دمه له افغانستانه د ناټو غړو هيوادونو د وتلو پريکړه نه ده شوې.

هغه زياته کړې، ناټو په دې اړه واضع دريځ لري دا چې (د ناټو ټول غړي په شريکه افغانستان ته راغلي او د وتلو پريکړه به هم په ګډه کوي).

نيکولاس کې ويلي، په وروستيو کې د افغانستان سولې خبرو کې پرمختګ شوی دی.

شاوخوا درې ورځې مخکې د ناټو عمومي منشي ينس سټولټنبرګ هم ويلي و چې د ناټو غړي هيوادونه له افغانستانه د وتلو پريکړه په ګډه کوي.

طالبانو په بار بار ويلي، چې د سولې موافقې لپاره بايد ټول بهرنيان له افغانستانه ووځي.

امریکا له طالبانو سره د افغانستان سولې په تړاو له څو مياشتو راهیسې خبرې روانې کړي چې د طالبانو مهمه غوښتنه پکې له هيواده د ټولو بهرنيو ځواکونو وتل او د امريکا غوښتنه دا ده چې له افغان خاورې څخه ډاډمن شي چې پر دوی به بريد نه کيږي.

امريکا او طالبانو پنځه ځلې خبرې کړي او تمه ده چې راتلونکو څو ورځو کې يو ځل بيا سره په قطر کې جرګه شي چې ښايي په راتلونکو خبرو کې دواړه خواوې یوې موافقې ته ورسيږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button