لويه جرګه؟ که د ملت تېر ايستنه!؟

ليکنه: غورځنګ

ټولې نړۍ ته معلومه ده چې افغانستان د جرګو او مرکو وطن دی، کله چې هم په دې هېواد کې حالات بحراني شوي دي نو د وخت واکمن يې د حل د لارې راوېستلو لپاره لويه جرګه رابللې او د جرګې له لارې يې هر ډول مسئلې حل کړي دي، په افغانستان کې هر تېر واکمن د جرګې له لارې ټاکل شوی دی، لنډه دا چې د افغانستان هره سياسي لانجه پخوا د جرګو له لارې حل شوې ده، چې دا په افغانستان کې يو تاریخي عمل دی.

د لويو او وړو جرګو ډېر زيات مثالونه د افغانستان په اوږده تاریخ کې موندلی شو، چې د هغو له جملو به دلته د څو يادونه وکړو.

کله چې افغانستان د شمال لخوا د شېباني ازبکانو، د ختيځ له لوري د بابري مغلو لخوا او د لوېديځ له لوري بيا د اېران د صفويانو تر يرغل، ظلم او سمتونو لاندې وو، نو په کندهار کې تر ټولو مخور شخص( ميرويس نيکه رح) راپاڅېدلو او په خورا ښکلي تدبير يې ځان مکې شريفې ته د دې لپاره ورسولو چې د  علماؤو له لوري د دې اجازت نامه وغواړي چې د يادو شويو يرغلګرو په خلاف پاڅون او قيام په جهاد کې شمار شي، له مکې شريفې چې کله راغی نو يې د ګرګين پر وړاندې د ملي قيام اعلان وکړ، خو لکه څنګه چې تر ملي قيام وړاندې جرګې ته اړتيا وه نو ځکه يې د  اوسني کندهار په مانجه نومې سيمه کې د کندهار قومي مشران راټول کړل او يوه لويه جرګه يې د دې لپاره جوړه کړه چې د ګرګين د پوځونو پر وړاندې څنګه برخورد وکړي چې د همدې جرګې په ترڅ کې يې د ده شيخ په سيمه کې د ګرګي په پوځونو حمله وکړه او نوموړي پوځونه يې د ګرګين په شمول ووژل.

همداشان کله چې د اېران نادر افشار ومړ او احمد شاه بابا، نورمحمد خان غلجی او نور افغان مشران کندهار ته د دې لپاره راستانه شول چې د افغانستان راتلونکی سرنوشت وټاکي چې د همدې له امله يې د کندهار په شيرسرخ بابا په زيارت کې يو جرګه جوړه کړه او په ترڅ کې يې احمد شاه بابا رح د افغانستان مشر وټاکل شو او احمد شاه بابا هم چې کله هم واک ته ورسېده نو سمدستي يې د زمانې د بزرګ (شاه ولي الله دهلوي رح) په غوښتنه د هند د مسلمانانو مرستې ورودانګل، چې په ترڅ کې يې يوه خونړۍ جګړه چې د پاني پت په نوم يادېږي؛ پېښه شوه او مرهټيانو، هندوانو او د هند نورو غير مسلمو قومونو په کې ستره ماتې وخوړه. خو د يادونې وړ پکې دا ده چې د پاني پت له جګړې وړاندې احمد شاه بابا رح د افغانستان د ملي او اسلامي دود له مخې يوه جرګه راوبلله او د پاني پت د جګړې پلان يې د نوموړې جرګې پواسطه ترتيب کړ.

خو له بده مرغه بايد ووايو چې د امریکايي يرغل له پيل سره سم د افغانستان دغه تاریخي دود (لويه جرګه) هم د اشغال د تداوم لپاره وخت ناوخته د حاکم رژيم لپاره راغوښتل کېږي، چې د نومړي رژيم دا عمل دا دی څووم ځل د اشغال د تداوم لپاره تر سره شو:

اوس چې د غني دولت د لويې جرګې د راغوښتلو خبرې کوي، تر وړاندې هم دغه ډول جرګې راغوښتل شوي دي خو يوازې د اشغال د دسيسو ښکار شوي دي او بله يې هېڅ موخه او ګټه نه ده لرلې، چې غوره مثال يې د څو کالو دمخه لويه جرګه ده چې د کرزي د واک له پای ته رسېدلو سره سم راوغښتل شوه، د تېرې جرګلې باندنی شعار هم دا وو چې له نوموړې جرګه بايد دا معلوم کړي چې له امریکا سره د افغانستان امنيتي تړون د افغانستان په ګټه دی او که په تاوان؟

خو له بده مرغه حاکم رژيم د دې لپاره چې دغه تړون امضاء او لاسليک شي؛ خپل هغه پيسه خواره خلک يې د هېواد له کنج او کنار څخه راوغوښتل او فيصله يې بلکل په ناحقه د امریکايي تړون په طرف وکړله او دغه تړون يې د افغانستان په ګټه تړون ونومولو، چې دا دی د دې تړون زيانونه تر دومره کچې زيات دي چې اوس يې پر وړاندې د حاکم رژيم يو غړی هم د خولې د چوله کولو وس او توان نه لري.

نو بايد ووايو لکه څنګه چې د امريکايي اشغال له پيل کېدو وروسته لويې او وړې جرګې د اشغال د تداوم او افغان ملت د تېر ايستنې لپاره تر سره شوي دي؛ د هماغو په څېر به دغه اعلان شوې راتلونکې لويه جرګه هم وي او د افغانستان د سولې پر ضد به پکې د جنګ د دوام خبره کېږي، بل دا چې په دغه جرګه  کې به د اوسني رژيم، چې له هېڅ اړخه د افغانانو په ګټه نه دی؛ د دوام او پايښت خبرې کېږي، چې دا به په هېڅ صورت هم افغانانو ته د منلو وړ نه وي. بل دا چې د نوموړې جرګې په رابللو او تر سره کولو باندې حاکم دولت غواړي چې يو ځل بيا افغان ولس وغولوي. او د خپلو ناروا موخو ښکار يې وګرځوي.

دا هم کېدی شي چې د نوموړې جرګې د رابللو په واسطه غني د خپل دولت عسکرو ته مورال لوړ کړي او دا فکر وروفهموي چې ستاسو جګړه پاکه ده.

خو حاکم رژيم ته بايد معلومه وي چې اوس ټول ولس پوهېدلی دی چې په دغو جرګو باندې تاسو خپلو موخو ته ځان رسول غواړئ! نو ځکه خو افغان ولس ورته خوشبين نه دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button