پاپ فرانسیس: په مختلفوهېوادونو  کې دامریکا روانه جګړه جنګي جنایت دی

کابل ټکی کام ( یک شنبه، ۱۸ وری، ۱۳۹۸ل)

د ټولې نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس وایي، افغانستان، یمن او سوریه کې جګړه د امریکا د ګټو لپاره روانه ده. هغه ویلي ددې جګړو علت دا دی چې امریکا او ځینې اروپایي هېوادونه غواړي د خپلو وسلو د ښه بازار په موخه جګړې دوامداره وساتي. پاپ زیاتوي، امریکا او نور قدرتمند هېوادونه خپلې وسلې پلوري چې له هغو وسلو نه په ټوله نړۍ کې د انسانانو په وژلو کې ګټه اخیستل کېږي چې دا یو ستر جنګي جنایت دی. هغه دا څرګندونې په ایټالیا کې د سن کارلوی په نامه یوه انسټیټیوټ کې د خبرو پر مهال کړې دي او زیاته کړې یې ده چې ځوانان باید د جګړو د له منځه وړلو لپاره لاس په کار شي اودامریکا ددغې خونړۍ جګړې مخه باید ونیسي.

په دې وروستیو کې دنړۍ مختلفو ممالکو اومشهورو شخصیتونو دامریکا روانه جګړه انسان وژنه بللې، اوددغې جګړې داختتام لپاره یې په دنیاوالو غږ کړی ترڅو امریکا له دغو جنایاتو منعه، اونړۍ دجګړې پرځای دسولې اوامن کور وګرځوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button