دحنیف اتمرټاکنیزه ډله: لویه جرګه ملي نه، بلکې حکومتي ده

کابل ټکی کام ( یک شنبه، ۱۸ وری، ۱۳۹۸ل)

د هېواد د ملي امنیت د پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټیم نن په حکومت او لویې جرګې کلکې نیوکې کړي دي اوزیاته کړې یې ده؛ د سولې مشورتي لویه جرګه تر ډېره د حکومت لخوا فرمایشي ده او په دې اړه له سیاسي جریانونو سره سلا مشورې نه دي شوې. د سولې او اعتدال ټیم لخوا په خپرې شوې اعلامیه کې وړاندې راغلي. دا جوړېدونکي جرګه ددې پر ځای چې مشورتي وي، سفارشي ده چې ترسره کېدل به یې ګټه ونه لري. سرچینه کاږي، ددې سفارشي او فرمایشي جرګې هدف خلکو ته معلوم نه دی او هیڅ مشخصه اجنډا نه لري. د سرچینې په خبره، ددې جرګې ګډونوال هم د حکومت له لوري ټاکل کېږي چې په هیڅ صورت له یو ملي ترکیب نه نمایندګي نه شي کولی.

سولې او اعتدال ټیم له حکومته غوښتنه کړې چې په دې حساس وخت کې په یوازې ځان پرېکړې ونه کړي او په دغه راز مهمو پرېکړو کې باید له سیاسي احزابو او مخورو اشخاصو سره وخت پر وخت مشورې او ناستې وکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button