امريکايي خپرونه: که د سولې خبرې اوږدې شي؛ښايي ټرمپ د ځواکونو وتل اعلان کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۱۹)
د امریکا ديپلومات خپرونې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت استازي زلمي خليلزاد په اړه پوښتنه کړې چې نوموړی ولې په افغانستان کې لانجمن شخيت بلل کيږي؟
ديپلومات ليکي، په لويديځ کې خليلزاد د ځانګړو ديپلوماتيکي وړتياوو لرلو په خاطر منل شوی چې د کار په لومړيو کې ډيری امريکايي شنونکو يې هرکلی وکړ خو په افغانستان کې یو لانجمن شخصيت بلل کيږي.
ديپلومات وړاندې ليکي، زلمی خليلزاد له طالبانو سره د سولې خبرو کې تر دې اندازې مخکې تللی چې آن د افغان حکومت په څير مهم اړخ يې څنګ ته کړی زياتوي چې د يادو مذاکراتو ځنډيدو دا ويره رامنځته کړې که د خبرو دغه روان بهير لا نور اوږد شي نو ښايي د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستانه په ناڅاپي ډول د امريکايي ځواکونو د وتلو اعلان وکړي.
امريکا او طالبانو تر دې وړاندې پنځه ځلې د خبرو ميز ته ناست دي چې لا هم کومې موافقې ته نه دي رسيدلي خو دواړو خواوو دغه خبرې ګټورې بللي.
تمه ده چې د روانې مياشتې په وروستيو کې يوځل بيا امريکا او طالبان د قطر په مرکز دوحه کې سره خبرې وکړي چې ښايي یوې موافقې ته ورسيږي.
طالبانو ته نږدې سرچينې وايي، چې په تيرو خبرو کې د طالبانو استازي په څو مياشتو کې له افغانستانه د ټولو بهرنيو ځواکونو وتل غواړي خو امريکايي لوری بيا وايي چې د ځواکونو وتل مياشتې نه بلکې د کلونو خبره ده.
له بله پلوه څوځلې داسې راپورونه هم خپاره شوي چې امريکايي پوځي جنرالان په ويره کې دي هسې نه چې یو سهار راپاڅي او ډونالډ ټرمپ د ټويټ له لارې د ځواکونو د ايستلو امر کړی وي.



