دوبۍ: یوه اوونۍ کې يو لک کسان د “قرآن پارک” ته ورغلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۱۹)
شاوخوا یوه اوونۍ مخکې په دوبۍ کې د نړۍ لومړنی “قرآن پارک” پرانيستل شو.
دغه پارک د شل کروړ درهمو په لګښت په ۶۴ هکتاره ځمکه کې جوړ شوی او ديارلس باغونه لري چې ټولې هغه ونې او بوټي پکې شتون چې په قرآن عظيم الشان کې يې یادونه شوې ده.
مسؤولين وايي، په دغه پارک کې په قرآن کې د ذکر شویو ونو بوټو تر څنګ ځينې نورې صحنې هم جوړې شوي چې په قران کې ذکر شوي. دغه راز د پارک په منځ کې د اوبو لوی جهيل، د منډې او بایسکل ګرځولو سربيره نورې اسانتياوې هم شته.
د قران پارک یو تن مسؤول داود الحجري وايي، د دغه پارک د جوړولو موخه د قران کريم له لارښوونو، اسلامي ثقافت او کلچر سره د خلکو اشنا کول او پوهول دي.
ځايي خبري سرچينې وايي، د قرآن پارک ته داخليدل مفت دي یوازې د معجزاتي یوه سورنګ او یوه ښيښه يي محل داخليدلو پنځه درهم اخيستل کيږي.
د مسؤولينو په وينا، تر دې دمه د دغه پارک له پرانيستل کيدو یوه اوونۍ تيريږي چې شاوخوا یولک کسانو يې ليدنه کړې او په قرآن کريم کې د راغلو معجزاتو او پيښو معلومات يې ترلاسه کړي دي.
په قرآن کريم کې د ۵۴ ونو، بوټو او ګلانو ذکر شوی چې له جملې يې انار، زيتون، انزر، غنم، پياز، انګور، ادرک او نور شامل دي.



