د ليبيا یوه پوځي قومندان د دغه هيواد پر پلازمينې بريد کړی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۱۹)
راپورونه وايي، د ليبيا حکومت د مخالف جنرال خليفه حفتر ځواکونو د دغه هيواد پر پلازمينې ترابلس بريد کړی دی.
د جنرال حفتر پوځي وياند احمد المسمري ويلي، تر دې دمه يې د پلازمينې غاريان، جنوبه، قصر البشير، سواني ښارونه او د پلازمينې ځينې نورې برخې نيولي دي.
عربي رسنۍ وايي، د حفتر ځواکونه د ترابلس هوايي ډاګر ته داخل شوي او په هوايي ډګر کې يې سنګرونه نيولي.
د ليبيا لومړي وزير فایض سراج وايي، خليفه حفتر د کودتا هڅه کوي او د ليبيا ځواکونه چمتو دي چې د هغه مخه ونيسي.
په ټولنيزو رسنيو کې خپرو شويو ويډيوګانو او انځورونو کې ښکاري چې د دواړو خواوو تر منځ نښتې شوي دي.
د حفتر او ليبيايي ځواکونو تر منځ په نښتو کې تر دې دمه د يوويشت کسانو د وژل کيدو راپورونه ورکول شوي چې څوارلس پکې د حفتر عسکر دي.
د حفتر وياند وايي، هوايي ځواک يې د پلازمينې په جنوب باب العزيزه سيمه کې هوايي بريدونه هم کړي دي او د پلازمينې په بيلابيلو سيمو کې نښتې روانې دي.
دغه راز د ليبيا حکومت الوتکو په غاريان ښار کې د حفتر ځواکونه په نښه کړی او ځينې کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
په ليبيا کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي غسان سلامي ويلي، په پلازمينه کې حالات ورځ تر بلې کړکيچن کېږي او په دواړو غاړو يې غږ کړی چې د ملکي خلکو خونديتوب ته پام وکړي.
په عين حال کې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګې لاوروف د جګړې په ښکيلو خواوو غږ کړی چې جګړه ودروي او د خبرو له لارې خپل مشکل حل کړي.
له کله راهيسې چې د قذافي حکومت نسکور شوی د دغه هيواد په داخلي چارو کې د بيلابيلو هيوادونو د لاس وهنو او مداخلو له کبله نا امنۍ او جګړې روانې دي.



