کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۹وری، ۱۳۹۸ل)
په امریکایي پوځ کې هغه ښځینه عسکره چې افغانستان ته هم د جګړې لپاره راغلې وه، وروسته بیا په ۲۰۱۶ز کال کې مسلمانه شوه، شکایت کوي چې نور پوځيان ورته توهین کوي، او سپکې سپورې ورته وايي.
«اې بې سې نیوز» د دې عسکرې په حواله پر ټویټر پاڼه لیکلي، «سیسیلیا والدو وینوس» وايي، د خپل حجاب له امله يې یوه رتبه هم له لاسه ورکړې ده، هغه عزت چې امریکايي پوځ ورته لاره، اوس نلري.
دا ۲۶ کلنه عسکره تر دې وړاندې بریدمنه وه، خو دا چې په پوځي لیکو کې له یونیفورم سره یو ځای پړونی هم پر سر تړي، د بریدمنۍ رتبه يې له لاسه ورکړې ده.
هغه وايي د هغو ملګرو پر ضد چې دا د مسلمانۍ له امله «تروریسته او داعشۍ» بولي د رسمي شکایت هوډ لري، اوپکار ده چې شکایت وکړي.
سرچینه د هغې پر حواله لیکي چې قومندان يې ورسره نا مناسب چلند کړی او امر يې ورته کړی چې باید پړونی له سره ورغوځوي، اودنورو ښځینه پوځیانو په رقم بې پړوني اووسي.
د پنټاګون د معلوماتو پر اساس شاوخوا پنځه زره مسلمان عسکر د امریکا پوځ کې شته، او وخت ناوخت دغه مسلمان عسکر له دغسې مشکلاتو سره لاس اوګریوان کیږي.
یادونه باید وکړو چې امریکا په افغانستان،عراق اونورواسلامي هېوادونو کې دمسلمانانو خلاف روانه جګړه هم دترهګرۍ اودهشتګردۍ خلاف مبارزه بولي .


















