چارواکي: سانچراک ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ ده

چارواکي وایي چې د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ ده

د سانچارک ولسوال نقیب الله دقیق ازادي رادیو سره په خبرو کې ویلي، که په وخت اضافي ځواکونه دې ولسوالۍ ته ونه لیږل شي، سقوط به وکړي

د دقیق په وینا چې تیره شپه هم طالبانو د سانچارک ولسوالۍ په ختیځ کې په یوه پوسته برید وکړ او د طالبانو لاس ته ولویده

نوموړی وایي، په دې پوسته کې ۷۰ تنه سرتیري میشت وو چې ټولو د طالبانو د برید له امله پوسته تخلیه کړه

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د الخالد په نوم نوي پسرلني عملیات اعلان کړي دي

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی او زیات شمیر امنیتي ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button