دوژل شویو امریکایانوددرناوي لپاره به دنیویارک ښار بیرغ نیم ځوړند وي

کابل ټکی کام ( چهار شنبه، ۲۱ وری، ۱۳۹۸ل)

 

څوورځې وړاندې  دباګرام  هوايي اډې مخې ته طالبانو دبهرنیو ځواکونوپه موټریز کاروان موټربم حمله وکړه چې په نتیجه کې یې ۴امریکايي عسکر مړه اویوشمېر ټپیان شول، د نيويارک ښاروال په دې ښار کې د امريکايي وژل شويو سرتيرو د درناوي په موخه د يوې ورځې لپاره د امريکا د بيرغ نيم ځوړنديدو امر کړی، امريکايي رسنۍ وايي وژل شويو سرتيرو کې د اطفايې  سرتيری د پوځ له پياوړو او باتجربه سرتيرو څخه و ،چې وژل کيدل يې امريکايي پوځ ته ستره ضايعه ده.

 

په دې وروستیو کې چې لاهم طالبانو دخپلو عملیاتو اعلان ندی کړی، وسلوالو طالبانو په خارجي اوداخلي ځواکو خپلې حملې په بې ساري ډول زیاتې کړي چې دګډو ځواکونو مرګ ژوبلې هم کثرت  موندلی، دنظر خاوندان دجوړجاړي، اومذاکراتو دکامیابېدو غوښتنه کوي، ددوی په وینا که جګړه همداسې دوام وکړي، له یو تاریخي ناورین سره به مخ شو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button