د ماليې وزارت: معلومه نه ده چې د مخابراتو لس سلنه ماليات کوم ادرس ته جمع کيږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۲۲)

د اشرف غني حکومت د ۱۳۹۴کال د ميران له مياشتې څخه د مخابراتي شرکتونو له کريډيټ کارتونو د لس سلنه افغانۍ ماليې اخيستلو بهير پيل کړی خو تازه د افغانستان د ماليې وزارت ويلي چې لا هم دوی  خبر نه دي چې دغه ماليه کوم ادرس ته جمع کيږي.

که څه هم د دغه پروګرام چارې د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژۍ وزارت او د مخابراتي خدمتونو تنظيم ادارې (اترا) پر مخ وړي خو د ماليې وزارت يې په اړه ناخبري ښيي چې ياد مالياتي محصول د چا حساب ته ورځي.

د ماليې وزارت معين زاهد همدرد وايي، تر اوسه دوی ته معلومه نه ده چې د مخابراتو لس سلنه افغانۍ کوم ادرس ته جمع کيږي په وينا يې د دغه موضوع د مشخصولو غوښتنه کوي.

همدرد وويل، په دې اړه د اترا اداره مکلفيت لري چې د لس سلنه مخابراتي ماليې په اړه خلکو ته ځواب ووايي.

له بله پلوه د اترا ادارې مشر نجيب الله عزيزي وايي، د ماليو راټولولو پروګرام د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژۍ وزير له خوا لاسليک شوی، د ماليې راټولول هم په ياد وزارت پورې اړه لري.

تر اوسه د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژۍ وزارت په دې اړه سپيناوی نه دی ورکړي.

څه موده مخکې د ولسي جرګې یو شمير غړو ويلي و چې د مخابراتي حق الخدمت تر نامه لاندې د ولس څخه د کريډيټ لس سلنه ماليه کې تر نيمايي زياته برخه يې د مخابراتو د وزير او د مخابراتي شرکتونو شخصي جيبونو ته لويږی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button