(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۲۲)
افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو په تر ټولو ستر پوځي مرکز او هوايي ډګر چې په پروان ولايت کې ميشت دی د طالبانو له خوا توغنديز بريد شوی دی.
دغه برید پر یاد هوايي ډګر نن سهار ترسره شوی چې د طالبانو په وينا بهرنيو ځواکونو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د طالبانو وياند ذبیح مجاهد پر خپل رسمي ټويټر اکاونټ ليکي: ” نن سهار د بګرام په هوایي اډه چې په هیواد کې د امریکایي اشغالګرو تر ټولو لویه ځاله ده، توغندیز برید شوی. امریکایي اشغالګرو ته درانه ځاني او مالي تلفات اوښتي”.
تر اوسه د بريد له امله د اوښتو تلفاتو په تړاو بهرنيو ځواکونو څه نه دي ويلي خو د پروان امنيتي سرچينې وايي توغندي د بهرنيو ځواکونو استوګن ځايونو ته نږدې لګيدلي دي.
بګراه هوايي ډګر په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو تر ټولو ستره پوځي اډه ده چې وخت ناوخت د طالبانو له خوا د توغنديزو بريدونو لاندې راځي او عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوړي خو بهرنيان يې د پاليسۍ له مخې نه اعلانوي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې هم د طالبانو د یوه سرتيري بريد په ترڅ کې څلور امريکايي عسکر ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول.
پنټاګان وايي، په وژل شويو کې يو تن قراردادي او تر دې مخکې يې د امريکا په اطفايې کې دنده کړې وه.
طالبانو بيا ادعا کړې چې په یاد بريد کې شپږ عسکر وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.


















