طالبان: ملابرادر اخوند له هیڅ دولتي چارواکي سره کتنه نده کړې

کابل ټکی کام ( پنجشنبه، ۲۲ وری، ۱۳۹۸ل)

 

نن بعضو رسنیو راپورونه ورکړل چې ګویا په سیاسي چارو کې دامارت مرستیال ملابرادر اخوند، اودولسمشرغني ددفتر رئیس عبدالسلام رحیمي په قطر کې سره لیده، کاته کړي دي.

طالبانو او ولسمشرۍ ماڼۍ دواړو دا خبر رد کړ، دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي.

د محترم ملا برادراخند اوکابل ادارې د استازي تر منځ د لیدو کتو آوازې حقیقت نه لري

استخباراتي رسنیو آوازه خپره کړه چې ګواکې په قطر کې د اسلامي امارت مرستیال او د دفتر مسئول محترم ملا برادراخند او د کابل ادارې استازي سلام رحیمي ترمنځ لیده کاته شوي، چې موږ دا پروپاګند په کلکه ردوو.

ورته خبر ولسمشرۍ ماڼۍ هم رد کړی اودایې یو پرو پاګنډ اوشائعه بللې، اوزیاته کړې یې ده چې دورته خبرونو خپرول دسولې په برخه کې دتشویشونو پیداکولو هڅه ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button