کابل ټکی کام ( پنجشنبه، ۲۲ وری ، ۱۳۹۸ل)
درې ورځې وړاندې دهلمند په باباجي کې ګډو ځواکونو دعامو خلکو په کورونوشپني عملیات وکړل چې په نتیجه کې یې دیوشمېر ولسي وګړو دوژل کېدوسربېره درې زنانه هم له ځانه سره بوتلې چې دهیواد په داخل اوخارج کې یې دعامو هېوادوالو سخت احساسات راوپارول او شوې پیښه یې دافغان ملت ارزښتونو ته سپکاوی وباله.
ددې غندنو په دوام دسولې اواعتدال ټاکنیز ټیم په مشرۍ دملي امنیت پخواني سلاکارمحمد حنیف اتمر په شوې پیښه توند غبرګون ښودلی.
اوویلي یې دي چې حکومت باید د هلمند پېښې په اړه خلکو ته وضاحت ورکړي، نوموړی زیاتوي؛ له میرمنو سره هر ډول ناسم چلند، چې تر هر عنوان لاندې وي له اسلامي ارزښتونو او افغاني عنعناتو سره برابر نه دی او دوی یې په کلکه غندي. د یاد ټیم له خوا په خپرې شوې اعلامیه کې وړاندې راغلي، حکومت باید په هلمند کې د وروستۍ پېښې په اړه خلکو ته سپیناوی ورکړي څو خلک پوه شي چې رښتیا څه دي. د سرچینې په خبره، دوی له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د سیمې د استازو په ګډون یو باصلاحیته او بې طرفه پلاوی ژر تر ژره په دنده و ګماري ترڅو سیمې ته لاړ شي او دا پیدا کړي، چې حقیقت څه دی.
















