سرچینې: د طالبانو  مذاکراتي  ټیم  د ملګرو ملتونو له  تور لېست څخه  ووېستل شو

کابل ټکی کام  (پنجشنبه، ۲۲وری، ۱۳۹۸ل)

 

یوشمېررسنیوراپورونه ورکړل چې دهغو طالب مرکچیانو نومونه چې په دې وروستیو کې د امریکا سره په مذاکراتو بوخت دي، د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه موقتي وتلي دي او د دایمي وتلو ژمنه یې هم شوې ده.

نن ټکي اسیا  د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ټیم یوې نیژدې سرچینې په حواله ویلي چې په تیرو مذاکراتو کې امریکا له طالبانو سره وعده کړې وه چې د دوی د مذاکراتي ټیم د غړو نومونه به د ملګرو ملتونو د تور لیست څخه په موقت ډول باسي او د دایمي ایستلو لپاره به یې قانوني لاريې چاري په کار اچوي. د سرچینې په وینا، له وعدې سره سم په لومړي پړاو کې د طالبانو دسیاسي دفتر مشر ملا برادر اخوند په ګډون د ټول مذاکراتي ټیم د غړو نومونه د ملګرو ملتونو له تور لېسته په موقتي ډول وتلي دي.

بلې خواته  دطالبانود سیاسي دفتر د مذاکراتي ټیم یوه غړي هم د دغه خبرتائیدکړی  او زیاته کړې یې ده  چې د مذاکراتي ټیم د غړو او ملا برادر اخوند نومونه له تور لېسته وتلي دي. د نوموړي په وینا، دا پريکړه فعلا د نهو میاشتو لپاره ده خو د دایمي اېستلو لپاره یې  هم وعده ورسره شوې ده.

وروسته ترهغې چې د امریکا له لوري د طالبانو حکومت  و نړېد، اوافغانستان دامریکا لطرفه دجګړې په میدان بدل شو، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالب مشرانو نومونه په تور لیست کې شامل کړل.

بعضوسرچینو نن ټکي اسیا ته داسې  رسمي اسناد هم وښودل چي پکې ښکاري ، یاد کسان د ملګرو ملتونو له تورلست څخه وتلي دې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم نن ټکي اسیا ته د دې خبری پخلی کړی  چی د مذاکراتي ټیم غړي او د دوی سیاسی مرستیال او د سیاسی دفتر مشر ملا برادر د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه وتلي دي.

تر اوسه په دې اړه په کابل کې د اشرف غني د حکومت موقف نه دی څرګند شوی، خو نوموړي څه موده وړاندې هڅه کړې وه چې د ملګرو ملتونو په تور لیست کې د طالبانو د نوي مشر په شمول د ځینو نورو مشرانو نومونه هم شامل کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button