دپردیپالو نظامونو خدمت دین او هیواد سره جفا ده !

لیکوال : شهاب لیوال
دنادرو پیښو هیواد افغانستان کې ژوند هغه چا لره ګران ده چې په نظامونو مخصوصاً پردیپالو حکومتونو باندې باوري دي .
هرهغه څه دلته امکان لري چې په نورو هیوادونو کې دعقل ،منطق او نظر خلاف کار وي
انقلابي هیواد ده ،له بل هرڅه په نظامونو بې باوري ډیره ده -هغه زکه چې اکثره نظامونه دلته د نورو لخوا پر ولس تپل شوي وي، د«ظاهر شاه »له حکومته شروع آن د «داکترنجیب» تر نظامه .
یادو نظامونو تل د پردیو آیډیا او مفکوره پر مومن او مجاهد ولس قبلول غوښتل لکه «ظاهر شا ه»چې دیموکرات او سکیولر نظام پلي کړی وو، اګر که څلور لسیزې یې پر ولس حکومت وکړ خو په ټوله کې د افغان ولس په زړونو کې یې ځای ونه موند .
دظاهر شاه له تیښتې سره سم نظام یې هم ړنګ شو .
کمونیزم :
کمونستانو دافغان ولس په مقابل کې له بل هرنظامه ډیر له تشدد ،بربریت ظلم او وحشت څخه کار اخستی وو ،خو په ټوله کې نه داچې خپله آیډیاې په میړني او مجاهد ولس ونشوای منلی، بلکه دتل لپاره دافغان ولس له ذهن نه له منځه لاړل.
دیموکراسي :
امریکا او لاسپوڅی سیکولر الاصله افغانی نظام یې:
له نن اتلس کاله مخکې امریکا په ډیر غرور او تکبر د افغانانو مشروع او برحقه نظام ورړنګ او پر ځای یې جمهوریت نظام حاکم ،او پر افغانانو یې دمنلو هڅې شروع کړې ،اتلس کاله تېر شول نه داچې افغان ولس ددیمکراسۍ تر اثر رانغلل بلکه په ډیره میړانه او غرور یې په مقابل کې مبارزه جاري وساتله ،تر دې چې خپله امریکایانو اقرار وکړ چې مونږ : په افغان جګړه او دیموکراسي کې پاتې راغلو .
قُلِ اللَّهُمَّ مَالِکَ الْمُلْکِ تُؤْتِی الْمُلْکَ مَن تَشَاءُ وَتَنزِعُ الْمُلْکَ مِمَّن تَشَاءُ وَتُعِزُّ مَن تَشَاءُ وَتُذِلُّ مَن تَشَاءُ ۖ بِیَدِکَ الْخَیْرُ ۖ إِنَّکَ عَلَیٰ کُلِّ شَیْءٍ قَدِیرٌ (آل عمران۲۶) ۞
ووایه : (پاکه پرودګاره اې د حکومتونو مالکه !هرچا ته چې وغواړې حکومت ورکوې .او له چا حکومت بیرته اخلې ، او هرڅوک چې وغواړې عزت ورکړې نو ورکوې یې .او هرڅوګ چې وغواړې ذلیله کړې نو کوې یې .ټوله ښیګڼه تا لره ده او ته په هر څه قادر یې .
مطلب نه لرې لاړ نشو ! افغانان په ټوله کې زمونږ ځوانان باید په دې پوی شي چې دا هیواد دانقلابونو پرګنی ده ،دلته سیوا له اسلامي نظام او مفکورې بل هیڅ قانون او نظام د منلو وړ نه ده ،مخکې له دې چې په غیر اسلامي نظامونو کې خیر ،فلاح او رستګاري ولټوئ ،مهرباني وکړئ خپل مشروع او قانوني نظام چې هغه (اسلام )دی پلټنه وکړئ او اسلام ځان او نورو هیوادوالو لپاره د نظام په توګه قبول کړئ .
او که تاسو نن داسلامي نظام په مقابل کې ولاړ الحادیت- لادینیت او دیموکراسي ته تبلیغ کوئ ،هغه که له هرې لارې وي (دمیډیا له لارې دیاد نظام په چوکات کې د کار کولو له لارې دنظامي چارو له لارې )
لکه څنګه چې مخکيني نظامونه او اشخاص په خپلو موخو کې پاتې راغلي تاسو هم پاتې راتلونکي یاست .
او په پای کې هیواد ،ولس او الله تعالی ته به مسئول یاست ;اړینه ده چې پوی شئ پردیپالو نظامونو ته خدمت مو تل غلام پرېږدي.



