دسختې جګړې له امله دکابل _ بامیانو لار تړل شوې ده

کابل ټکی کام ( جمعه، ۲۳وری، ۱۳۹۸ل)
دنن سهار راهیسې د کابل – بامیان لویه لار تړل شوې ده، ددې لارې یو شمېر مسافر وايي، وسله والو طالبانو نن سهار د دغې لارې په اوږدو کې د پروان ولایت د سیاه ګرد او شینوارو ولسوالیو اړوند سیمو کې ددولتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي، چې له امله یې دا لویه لار د ترافیکو پرمخ ټول شوې ده. د دغې لارې مسافر وايي، په دغه سیمه کې د جګړې د دوام له امله مسافر نشي کولای سفر وکړي، اودولتي ځواکونه موټرو ته د سیاه ګرد له بازار څخه د پروان ولایت مرکز چاریکارو ته د تیرېدو اجازه نه ورکوي. د سیاه ګرد ولسوالۍ امنیتي چارواکو هم د کابل – بامیانو د لارې په اوږدو کې د دغې ولسوالۍ د سرخي او بالا قلعه پر امنیتي پوستو د وسله والو طالبانو بریدونه تایید کړي دي. د سیاه ګرد د ولسوالۍ امنیه قومندان حسین شاه مقصودي ویلي، چې پر دغو پوستو یې د وسله والو طالبانو بریدونه پر شا تمبولي دي. بلې خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه د دغو جګړو خبرورکړی، اوویلي یې دي، چې د دوی ځواکونو د سیاه ګرد پر ولسوالۍ برید کړی او لا هم د دغې ولسوالۍ شاوخوا ته درنه جګړه روانه ده.
یاده دې وي چې وروسته ترهغې چې دولتي ځواکونو دطالبانو خلاف دخالد په نوم نوي عملیات اعلان کړل، طالبانو هم ددولتي عملیاتو په غبرګون کې دنویو عملیاتو دآغاز خبر ورکړ، طالبانو سږني عملیات دالفتح په نام نومولي، اونن یې په ټول هېواد کې دداخلي اوخارجي ځواکونو په مراکزو سختې حملې کړي، چې جزئیات به یې وروسته په ډاګه شي.



