ليکنه: غورځنګ
طالبانو د تېرو کلونو په څېر د الفتح په نامه عمليات اعلان کړل، چې نومړي عمليات لا له وړاندې ګړندي ښودل شوي دي او ويل کېږي چې طالبانو هم لا له مخکې خپلو ځواکونو ته پر امريکايانو او د غني پر حکومت د سختو بريدونو او حملو امر کړی دی، نو ويل کېږي چې نوموړي عمليات به سخت او ګړندي وي. او حکومتي لوري او ان امریکايانو ته به درانده زيانونه واړوي.
که څه هم افغان حکومت هم د خالد په نامه عمليات د طالبانو پر وړاندې لا وار دمخه اعلان کړي دي خو دومره مؤثر نه دي ختلي. مګر د طالبانو د عملياتو په اړه بيا لا له اوسه وړاندوينې کېږي چې شايد خورا ګړندي او تېز به وي او مقابل لوري ته ځاني او مالي زيات تلفات اړوونکي وي.
همداشان شنونکي فکر کوي چې طالبانو له دې وړاندې په مختلفو نومونو عمليات اعلانول خو دا ځل يې بيا د الفتح په نامه اعلان کړي دي چې له دې نوم څخه پخپله د طالبانو د بريا بوی راځي ځکه چې طالبان اوس په جنګي او سياسي دواړو ډګرونو بشپړ بريالي ښکاري، په سياسي ډګر کې طالبانو څو هغه کارونه وکړل چې هېڅ تمه يې نه کېدله.
چې د هغو له جملې څخه يې يو دا چې په نږدې ورځو کې د دوی د مذاکراتو ټيم د امنيت شورا له لوري له تور لسته څخه ووېستل شو، چې دا پخپله د سياست په ډګر کې د طالبانو ستره بريا ده ځکه چې له دې وروسته به د طالبانو د سياسي ټيم غړي په ازادانه توګه هر هېواد ته سفر کولی شي.
همدارنګه طالبان په دې وتوانېدل چې امريکايان يا د نړۍ سوپر طاقت مذاکراتو ته اړ کړي چې څو مياشتې کېږي په قطر کې خبرې اترې روانې دي.
دغو خبرو ته امريکا تر طالبانو زياته لېوالتيا لري ځکه نو د طالبانو بريا هم بلل کېږي.
شنونکي له شننې وروسته دا هم وايي چې طالبانو په مذاکراتو کې د ټينګ دريځ له امله ټولې دنيا ته جوته کړه چې د چا تر تاثير او اثر لاندې نه دي بلکې په ريښتينې توګه د افغانانو نماينده ګي کوي.
او بل خوا په جنګي ډګر کې هم طالبانو بيا د سياسي ډګر په څو چنده زياتې برياوې تر لاسه کړې، چې دا دی اوس ټرمپ په خپلو ويناوو کې وايي چې که طالبانو سره خبرې اترې اوږدې شي نو خپل ځواکونه به بې ښه او بې بده له افغانستانه وباسم.
ټرمپ دغه خبرې وروسته له هغو کوي کوم وخت چې طالبانو د خپلو سرتېرو بريدګرو پواسطه وکولی شول چې د امريکايانو تر ټولو سترې او محفوظې اډې (شوراب) ته ننوځي او دروند زيان ورواړوي.
بل دا چې په تېرو ورځو کې د امريکايانو په تر ټولو بله لويه اډه (بګرام) کې د طالبانو سرتېری بريد چې په کې تر شپږو پورې امريکايان مړه او ژوبل شول، امريکايانو د دغو مړو لپاره سخت ماتم اعلان کړ. چې دا په نظامي برخه کې د طالبانو ستره بريا بلل کېږي.
همداشان تېره ورځ په هلمند کې طالبانو د امريکايانو يوه ستره الوتکه هم نسکوره کړله، چې په هغې کې هم امريکايان وژل شوي دي.
دغه شان د بادغيس بالامرغاب ولسوالۍ او اب کمري ولسوالۍ هم د طالبانو له لوري سقوط شوې. چې دا هم د طالبانو سترې برياوې بلل کېږي.
خو لنډه دا چې طالبان به سږ کال د خپلو الفتح عملياتو په اعلان سره وکولای شي چې مختلفو ولاياتو ته سقوط ورکړي. او ډېرې نورې سيمې به هم د حکومتي خلکو له وجود څخه خالي کړي.

















