سعودي کې ښځه او میړه د هیروینو د قاچاق په تور اعدام شول

سعودي عربستان هغه پاکستانۍ جوړه، چې دې هیواد ته د هیروینو د قاچاق په تور نیول شوي وو اعدام کړل

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې بیانیه کې راغلي، چې دا جوړه څه موده مخکې د دوی لخوا په داسې حال کې ونیول شول چې دې هیواد ته یې هیروین قاچاق کول

بیانیه کې راغلي چې دوی دواړه نن په جده کې اعدام شوي دي

د اعدام شویو نومونه محمد مصطفی او فاطمه اعجاز ښودل شوي

د یادونې وړ ده چې په سعودي کې زیات شمیر پاکستانیان بندیان دي چې پاکستان ته د محمد بن سلمان د ورتګ پر مهال نوموړي له پاکستان سره د زیاتو بندیانو د راخوشي کولو وعده هم وکړه

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button