د څو اونیو راهیسې د هیواد په بیلا بیلو برخو کې د طالبانو بریدونو زور اخستی چې د امنیتي ځواکونو لپاره خونړي او مرګوني دي
نیویارک ټایمز تازه په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي چې یوازې په تیره یوه اونۍ کې ۱۱۴ تنه افغان عسکر وژل شوي دي
ټایمز د بګرام هوایي ډګر ته نږدې د امریکایي ځواکونو په قطار برید ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې په تیره هفته کې ۳ امریکایي ځواکونه په دې برید کې وژل شوي دي
د نیویارک ټایمز د راپور له مخې چې په دې اونۍ کې ۱۰ تنه ملکیان هم وژل شوي خو دا یې نه دي ویلي چې د چا په بریدونو کې وژل شوي دي
د دفاع وزارت له لوري د نویو شروع شویو خالد عملیاتو راوروسته د ګډو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې د تیر په څېر زیات تلفات ملکي خلکو ته اوړي
د نیویارک تایمز په ټکو چې په تیره اونۍ کې ۶۶ تنه افغان عسکر په بادغیس کې طالبانو ته تسلیم شوي دي
طالبانو تیره ورځ افغان ځواکونو ته په یوه خبره شوې اعلامیه کې ویلي وو، چې د خپلو مشرانو په دروغجنو شعارونو دې نه تیر وځي او په وینا یې چې له دوی سره دې یوځای شي ترڅو سوکاله او خوښ ژوند ولري


















