کابل ټکی کام ( جمعه، ۲۳وری، ۱۳۹۸ل)
د بغلان ولایت څخه راپورونه کاږي چې ددې ولایت په امنیه قومندان طالبانو حمله کړې اونوموړی یې ټپي کړی دی، سیمه ییزې سرچینې د دغه ولایت د امنیه قوماندان او یوه ساتونکي د ټپي کېدو او د هغه د درېیو ساتونکو د وژل کېدو خبره کوي. د بغلان د ولایتي شورا مرستیال شمس الحق بارکزي د طالبانو په برید کې د دغه ولایت د امنیه قوماندان ټپي کېدل تایید کړي خو د هغه د درېیو ساتونکو د وژلو په اړه بې خبري ښيي. ځايي سرچینو ویلي چې د طالبانو په یاد برید کې د ولایت امنیه قوماندان او یو ساتونکی یې زخميان شوي او درې نور ساتونکي یې وژل شوي دي. د بغلان ولایتي شورا معاون زیاته کړه چې دغه پېښه د پلخمري په بالا دوري سیمه کې رامنځته شوې او ټاکل شوې وه امنیه قوماندان له یو شمېر کومکي سرتېرو سره له طالبانو سره د مقابلې لپاره د بغلان- کندوز له لارې په استفادې یادې سیمې ته ځان ورسوي. په عین حال کې د بغلان ولایتي شورا رییس محمد صفدر محسني رسنیو ته ویلي چې د دغه ولایت د امنیه قوماندان پر موټر د هاوان د یوې مرمۍ لګېدو له امله الله داد فدايي او د هغه درې ساتونکي ټپیان شوي دي. د بغلان د امنیه قوماندان روغتیايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
بلې خواته دوسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دپیښې پخلی کړی، اود زیاتې مرګ ژوبلې ادعا یې کړې، نوموړي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي؛ چې نن سهار د بغلان ولایت پلخمري ولسوالۍ د ډنډي شهاب الدین په بالادوري سیمه کې ددوی لخوا په دولتي ځواکونو حمله شوې، ۲ ټانګونه او یو موټر یې بشپړ ویجاړکړي، ۳ پولیس یې وژلي، د امنیه قومندان (الله داد)په شمول یې ۷ تنه عسکر اوپولیس ټپیان کړي دي.
















