پروان: طالبانو دکوه صافي ستراتیژکې ولسوالۍ په دفاعي پوستو برید کړی دی

کابل ټکی کام ( شنبه، ۲۴وری، ۱۳۹۸ل)

 

طالبانو دپروان ولایت دکوه صافي ولسوالۍ په دفاعي پوستو برید کړی دی چې مالي او جاني تلفات یې اړولي دي، دپروان دپولیسو ویاند محمدمحفوظ ولیزاده دا برید منلی دی، ده رسنیو ته ویلي دي چې طالبانوبیګاه ناوخته ددې ولسوالۍ په دفاعي پوستو برید کړی وو، نوموړي زیاته کړې چې دا حمله دکوه صافي ولسوالۍ دمندیقول کلي له طرفه شوې چې دڅو ساعتونو تر دوام وروسته طالبان په شا شوي دي، ولیزاده وايي چې ددې جګړې تلفات لا هم ندي څرګند شوي.

 

داپه داسې حال کې ده چې طالبانو دخپلو نویو ( الفتح)  عملیاتو په اوله ورځ هم دپروان شینوارو او سیاګرد ولسوالیو په دفاعي پوستو جګړې کړې وې، چې دډېرو لاسته راوړنو ادعا یې  هم کړې وه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button