د غزني چارواکي: د امنیتي ځواکونو په تلفاتو کې زیاتوالی راغلی

د دفاع وزارت لخوا د نویو پیل شویو عملیاتو له پیلیدو سره سم د هیواد په اکثره برخو کې د امنیتي ځواکونو په تلفاتو کې زیاتوالی راغلی دی

غزني هم یو له هغو ولایتونو څخه دی چې امنیتي ځواکونو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده

د غزني د ولایتي شوری غړي وایي چې په تیره یوه میاشت کې د امنیتي ځواکونو تلفات بې حده زیات ډیر شوي او په وینا یې چې د دې لامل د امنیتي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ نشتون دی

د ولایتي شوری د غړي حمیدالله سروري په وینا چې دا ستونزه یې څو ځل له حکومت سره شریکه کړې هم ده، خو په خبره یې چې حکومت یې خبره نه ده اورېدلي

د غزني د والي ویاند عارف نوري هم د امنیتي ځواکونو د تلفاتو د زیاتوالي تائید کوي او وایي چې په تیره میاشت کې ۴۵ تنه عسکرو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

نیویارک ټایمز د تیرې اونۍ د تلفاتو شمیر خپور کړی وو چې له مخې یې په تیره یوه هفته کې ۱۱۴ تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي دي

دا په داسې حال کې ده، چې تیره ورځ طالبانو د الفتح په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button