طالبانو دخلیلزاد په نیوکوکلک غبرګون ښودلی دی

کابل ټکی کام ( شنبه، ۲۴وری، ۱۳۹۸ل)

 

طالبانو په داسې حال کې پرون دخپلو پسرلنیو عملیاتو اعلان وکړ چې څو ورځې وړاندې حکومت دطالبانو خلاف دخالد په نام عملیات اعلان کړي دي.

دطالبانو دعملیاتو له پیلېدا سره سم دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد اوګڼو نورو سیاسیونو دا عمل وغانده، اودایې دسولې د روانو هڅو دسبوتاژ هڅه وبلله.

نن طالبانو دخلیلزاد اونورو سیاسیونو په څرګندونو کلک غبرګون ښودلی.

طالبانو ويلي؛

داشغال ضد پسرلنیو عملیاتو په اړه د امریکایانو څرګندونې بې ځایه دي.

دوی وايي داچې تېره  ورځ ددوی لخوا د اشغال محوه کولو، د هیواد د بشپړې ازادۍ، او اسلامي نظام د حاکمیت لپاره پسرلني عملیات اعلان شول.

د عملیاتو له اعلان څخه وروسته په افغانستان کې د امریکايي قواوو جنګي قومندان سکاټ میلر او ورسره د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ددوی لخوا په پيل شوو عملیاتو توند غبرګون ښکاره کړ او هغه يې دسولې ضد هڅه وبلله، خو داسې نده.

امریکایان باید دا خبره درک کړي چې دا جګړه ستاسو لخوا پرموږ تپل شوې ده.

له خپل سر، مال، ناموس، هیواد، دین او حدودو څخه دفاع کول د هر هیواد او انساني ټولنې حق دی، په تیره بیا افغانان په دې کار کې د نړۍ له هر بل هیواد څخه حساس دي او امتیازي حیثیت لري.

طالبانو دهلمند وروستۍ اوتردې وړاندې پېښوته په اشارې ویلي؛ چې موږ داخبره هم ورپه یادوو چې د مذاکراتو په تیرو پنځو ناستو کې هرځل د اسلامي امارت مذاکراتي ټیم وړاندیز کړی چې د ملکي تلفاتو مخه باید ونیول شي، ستاسي ړندي بمبارۍ او شپنۍ چاپي چې اکثره بې دفاع افغانان ښځې، ماشومان، سپین ژیري، د مکاتبو، مدرسو او پوهنتونونو شاګردان پکې شهیدانیږي او بندیانیږي ودروئ؛ خو تاسو په هغو وړاندیزونو هیڅ غور ونه کړ.

طالبان زیاتوي؛ چې خلیلزاد او میلر زموږ د دمقدس مقاومت او دفاع په وړاندې  په داسې حال کې حساسيت ښيي چې د کابل ادارې د اعلان شویو عملیاتو يې بیا ننګه وکړه.

دوی باید د خپل مسئولیت په درک کولو سره  خپل بشري جنایات بند کړي، په تیرو ۹ میاشتو کې د امریکايانو لخوا هره شپه د افغانانو په کورنیو حریمونو تجاوز کیږي، هره شپه ګڼ شمیر ښځې، ماشومان او بوډاګان په خوب ویده په شهادت رسیږي او یا لاس تړلي زندانونو ته استول کیږي، هره ورځ د هیواد په مختلفو سیمو کې د بمونو باران دی، کورونه، مسجدونه، مدارس، مکاتب او کلینیکونه ویجاړيږي او د دوی پخپل اعتراف تر ۷۰۰۰ پورې بمونه په دې لنډ وخت کي زموږ پر خاوره غورځول شوي دي.

نو اصلي بې باکه او غیر انسانی عمل دغه جنګي او بشري جنایات دي؛ نه د افغانانو روا مبارزه، او دفاع.

طالبانو په خپله اعلامیه کې په صراحت سره ویلي؛ چې موږ د میلر او خلیلزاد غبرګونونه غندو، دوی د خپلو کړونو ځواب ویلو ته متوجه کوو او د روانو عملیاتو د اعلان په اړه يې څرګندوني بې ځایه بولو.

دا خبره هم واضح کول غواړو چي د مذاکراتو روان بهیر او سولیز حل ته ژمن یو خو داسې نشو کولای چې د امریکایانو او د هغوی د داخلي ملاتړو پوځي عملیاتو او روان وحشت ته لاس تر زني کښینو.

 

یادونه باید وکړو چې دخلیلزاد نیوکو ته دطالبانو ترڅنګ عامو هېواد والو هم غبرګون ښودلی، دسوشل میډیا مشهورو لیکوالانو، اودمظلوم ملت دغږ رسايي مدافعینو خلیلزاد ته دپېغور په شکل ویلي چې دهلمند په پیښه، اودحکومت له لوري دخالد په نام عملیاتو دپیلېدا په وخت چیرې وئ؟ اوداچې په دې وروستیو کې دعامو هېواد والو لسګونه بې ګناه وګړي دګډو ځواکونو لخوا په شهادت ورسېدل نوموړی په کوم خوب ویده وو؟

خو تراوسه لا خلیلزاد دطالبانو غبرګون ته ځواب ندی ویلی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button