امریکا ایران لا هم د نړۍ لپاره ستر ګواښ بولي

د امریکا او ایران تر منځ یو ځل بیا ناندریو هغه وخت زور واخست چې ډونالډ ټرمپ د ایران انقلابي ځواک سپاه پاسداران په تور لیست کې شامل کړل

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو یو ځل بیا په خپلو تازه څرګندونو کې په ایران د ترهګرو د ملاتړ تور لګولی دی

پمپیو ویلي چې ایران لا هم د نړۍ لپاره یو ستر ګواښ او خطر دی

د نوموړي په وینا چې ایران په ټوله نړۍ کې ترهګر په ملا ټپوي او په خبره یې چې د ترهګرو په لیږ رالیږد کې ستره ونډه لري

پمپیو د ایران مهران هوایي شرکت ته په اشارې سره ویلي چې دا شرکت د ترهګرو ډلو مالي او تجهیزاتي مرستې کوي او په خبره یې چې دې شرکت په دې وروستیو کې وینزویلا هیواد ته د لاسوهنې په موخه الوتنې پیل کړي دي

د یادونې وړ ده چې مهران شرکت هم په تور لیست کې شامل دی

امریکا تر دې وړاندې یوازې له سپاه پاسداران سره د اړیکو په تور ځیني شرکتونه او اشخاص په تور لیست کې شامل کړي وو خو کابوه یوه اونۍ مخکې یې دا ډله خپله په تور لیست کې شامله کړه

ایران د امریکا دې پرېکړې ته سخت غبرګون وښود او د امریکا دا عمل یې د امریکا د ماتې په معنی وباله.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button