کابل ټکی کام ( یک شنبه، ۲۵وری، ۱۳۹۸ل)
وروسته ترهغې چې پرون د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر شهزاد اریوبي وویل چې که فیسبوک د افغانستان د حکومت پالیسي ومني نو ښه تر ښه او کنه نو په ټول افغانستان کې به پر فیسبوک بندیز ولګوي.
دې خبر ته په غبرګون کې په ستراتیژيکو او عامه اړيکو کې د ولسمشر غني ستر سلاکار وحيد عمر پر خپل ټويټر پاڼه ليکلي ،چې حکومت د فيسبوک او يا کومې بلې ټولنيزې رسنۍ د بندولو پريکړه نده کړې او نه حکومت کې کوم داسې تصميم او بحث شته چې کومه ټولنيزه رسنۍ دې وتړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې نن د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) هم په یوه اعلامیه کې پر رسنیو محدودیت غندلی دی. نی ویلي؛ پر رسنیو هر ډول محدودیت په هېواد کې د بیان ازادۍ ته ستره ضربه ده او دوی به په هیڅ صورت ورته اقدامات ونه مني. د یادې ادارې مشر مجیب خلوتګر ویلي، د افغانستان اساسي قانون د رسنیو هر ډول ازادي تعریف کړې ده او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري پر ټولنیزو رسنیو محدویت له قانون سره په ټکر کې ده.
















