ولایتي چارواکي: د زابل دایچوپان ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ ده

د زابل ولایت چارواکي وایي چې د دې ولایت دايچوپان ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ ده

د دې ولایت د ولایتي شوری غړي عطاجان حقبیان امریکا غږ ته ویلي چې که اضافي سرتیري دې ولسوالۍ ته ونه لیږل شي، ولسوالۍ به د طالبانو لاس ته ولویږي

د حقبیان په خبره چې د ولسوالۍ د مرکزي ودانۍ امنیتي کمربند مات شوی او امنیتي ځواکونو ټولې پوستې پریښي دي

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په خپل ټویټر لیکي چې د دایچوپان ولسوالۍ ۳ پوستې د دوی د ملګرو لاس ته ورغلي دي

احمدي عسکرو ته د مرګ ژوبلې د ادعا ترڅنګ د مهماتو د نیولو خبر هم ورکوي

د زابل د والي ویاند هم په دایچوپان ولسوالۍ کې د جګړې تائید کوي او وایي چې تلفات هم اوښتي دي

دواړه خواوو تر اوسه د تلفاتو په اړه دقیق معلومات نه دي خپاره کړي

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ طالبانو خپل نوي پسرلني عملیات د الفتح په نوم اعلان کړل

د هیواد په اکثره ولایتونو کې طالبانو خپلو بریدونو ته د عملیاتو له اعلانیدو وروسته زیات زور ورکړی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button