کابل ټکی کام ( یک شنبه، ۲۵وری، ۱۳۹۸ل)
په افغانستان کې د سره صلیب نړیواله اداره چې په ټوله نړۍ کې بشري مرستې رسوي وایي، هڅه کوي ترڅو طالبانو سره د خپلو فعالیتونو د بندېدو په اړه دوه اړخیزې خبرې وکړي.
اوتوافق ته ورسیږي، ترڅو دفعالیت اجازه ترلاسه، اوبشري مرستې ورسوي، په افغانستان کې د سره صلیب ویاندې رویا موسوي وویل، یاده اداره هڅه کوي د خبرو له لارې رامنځته شوی وضعیت روښانه کړي. سور صلیب په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو ترڅنګ په جګړې کې د ښکېلو خواو ترمنځ د ټپيانو او مړو د لېږد او هم له ښکېلو خواو سره د بندیانو کورنیو ته د حال احوال وړلو او نورو بشري برخو کې فعالیت کوي. د سره صلیب ادارې چارواکي په داسې حال کې دا څرګندوني کوي چې طالبانو د روانې میاشتې پر ۲۲مه نېټه د سره صلیب او د روغتیا نړیوالې ادارې پر فعالیتونو بندیز لګولی دی.
طالبانو ویلي وو چې په هېواد کې د روانې جګړې له امله سور صلیب نشي کوي تر هغه چې لازمه ده مرستې ورسوي، اوزیاته کړې یې وه چې تر دې پخوا هم ددوی ترمینځ په بعضو هوکړو توافق شوی وو، خو عملي شوي ندي، نوځکه تر دې وروسته دوی نشي کوي چې فعالیت وکړي، اودوی یې دامنیت ضمانت هم نکوي.


















