کابل ټکی کام ( یک شنبه، ۲۵وری، ۱۳۹۸ل)
دافغانستان دګډ دولت اجرايه رييس عبدالله عبدالله ،د يوې اعلاميې له لارې په راتلونکې لويه مشورتي جرګه کې د خپل نه ګډون کولو خبر ورکړ ، عبدالله ويلي د راتلونکې لويې جرګې په اړه دوی سره مشورې نه کيږي او دا جرګه هيواد ته کومه ګټه هم نه لري ،نو له همدې امله دوی پکې ګډون نه کوي.
داپه داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې دقطر بین الافغاني ناستې لپاره دګډونوالو پر ټاکلو هم دسیاسیونو اوحکومت ترمینځ اختلاف رامینځته شو، چې تمه ده دقطر ناستې لپاره سیاسیون او حکومت جدا جدا استاځي واستوي، خلیلزاد هم څه موده وړاندې دګډ دولت په مشرانو، اوجهادي لیډرانو سختې نیوکې وکړې چې دسولې له روانې پروسې ناراضه ښکاري، اودده په خبره دوی ځکه دسولې مخالف دي چې ددوی دکورنۍ کوم غړی دې بدمرغې جګړی ندی زیانمن کړی.


















