کابل ټکی کام ( دوشنبه، ۲۶وری، ۱۳۹۸ل)
وروسته ترهغې چې دایران اوامریکا اړیکې ترینګلې شوې، دواړو هېوادونویوپربل تورونه لګولي، دایران له خوا پر امریکا د لګېدلو تورونو پر دوام د ایران د ځمکنیو ځواکونو یو تن لوړپوړي قومندان ویلي چې امریکا لا هم افغانستان ته د داعش ډلې وسله وال لېږدوي. کیومرث حیدري دا خبرې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې کړې دي. مهر خبري اژانس د نوموړي له قوله ویلي چې ایران د خپلو پولو امنیت ته پوره پاملرنه کوي نو له همدې امله یې له افغانستان سره د پولې په اوږدو کې تر ګواښ لاندې سمیو ته خپل پوځیان استولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران ولسمشر حسن روحاني د تېرې فبروري میاشتې په ۱۵ په سوچي کې یوې درې اړخیزې غونډې ته په خبرو کې په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیت په اړه اندېښنه ښودلې وه او زیاته کړې یې وه چې امریکا د منځنۍ اسیا د بې ثباته کولو په موخه له نورو هېوادونو د داعش ډلې وسله وال افغانستان ته لېږدوي.
تر دې وړاندې نورو هېوادونو هم امریکا دداعش په ملاتړ تورنه کړې وه، اوویلي یې وو چې امریکا دطالبانو دماتولو لپاره له داعش کار اخلي، اوکوښښ کوي چې دطالبانو دپرمختګ مخه په داعشي وسلوالو ډب کړي.
امریکا دایران وروستیو څرګندونو ته کوم غبرګون ندی ښودلی.


















