د رحمت الله نبیل په مشرۍ ټاکنیز ټیم هم په راتلونکې حوړېدونکې لویه مشورتي جرګه کې د نه ګډون اعلان وکړ
د دوی لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دا جرګه حکومت د شخصي ګټې او انتخاباتي کمپاین په موخه جوړوي چې په وینا یې سولې او ثبات ته هېڅ ګټه نشي رسولای
دا د ولسمشریزو ټاکنو درېیم نوماند دی چې د لویې مشورتې جرګې سره پرېکون اعلانوي
تر دې وړاندې اجرائیه رئیس او حنیف اتمر چې دواړه د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان دي، دا جرګه تحریم کړې وه او په حکومت یې تور لګولی وو چې د شخصي ګټو لپاره یې استعمالوي.


















