له اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، کریم خلیلي او عبدالرشید دوستم راوروسته نن د ولسمشریزو ټاکنو بل نوماند حنیف اتمر هم د راتلونکې لویې مشورتي جرګې سره پرېکون اعلان کړ
د حنیف اتمر په مشرۍ ټاکنیز ټیم نن په یوه اعلامیه کې لویه مشورتي جرګه رد کړه او ویې ویل چې په دې اړه د دوی نظر نه دی اورېدل شوی
دوی په حکومت تور لګولی چې د لویې مشورتې جرګې څخه حکومت د کمپاین په توګه کار اخلي او په وینا یې چې دا به ملت ته هېڅ ګټه ونه رسوي
تر دې وړاندې اجرائیه ریاست هم په لویه مشورتي جرګه کې پرېکون اعلان کړی وو او ویلي یې وو چې دا جرګه به هیواد ته هېڅ فائده ونه رسوي


















