عطامحمد نور دکانفرانس دګډونوالو له لېست سره ژور مخالفت ښودلی

کابل ټکی کام ( سه شنبه، ۲۷وری، ۱۳۹۸ل)

 

دبلخ پخواني والي عطامحمدنور دکانفرانس دګډونوالو له نشر شوي لېست سره مخالفت څرګندکړی دی.

نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د دوحې کنفرانس ګډونوالو هغه نوملړ ردوي چې ولسمشرۍ ماڼۍ خپور کړی دی. نوموړی زیاتوي، د ارګ په لیست کې هغه کسان شامل دي، چې حکومتي چارواکي دي او یا د ارګ د خوښې وړ کسان دي.

د ښاغلي نور په پیغام کې ویل شوي، لیست کې ټولنیز انډول ته پام نه دی شوی او د جهاد او مقاومت برخې ته اهمیت نه دی ورکړل شوی.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ نن سه شنبه د دوحې کنفرانس د ګډونوالو ۲۵۰ کسیزه نوملړ خپور کړی، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي نوم په کې نه شته. تېره ورځ ارګ دغه کنفرانس ته د ۱۵۰ ګډونوالو لیست خپور کړی و.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند هارون چخانسوري د لیست سربېره یوه لنډ وېډیويي پیغام کې ویلي، په دې لیست کې د سیاسي ګوندونو او نورو ادارو له خوا معرفي شوي کسان ځای پر ځای شوي دي.

په دې لیست کې د عبد رب الرسول سیاف نوم هم نه شته.

په پام کې ده چې د قطر ناسته د روانې اپرېل ماشتې پر ۱۹مه تر ۲۱مې پورې د قطر پلازمېنه دوحه کې جوړه شي.

د طالبانو یوې سرچینې رسنیو ته ویلي، یادې ناستې ته د دوی له خوا هم چمتووالی روان دی چې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړو او په قطر کې د دغه دفتر د غړو په ګډون به شاوخوا ۲۵ کسان برخه پکې واخلي.

طالبانو وړاندې ویلي وو، قطر کې به د “بین الافغاني” خبرو لپاره هېڅ کس د حکومت استازیتوب نه کوي او که د حکومت اړوند کسان پکې ګډون کوي، نو هلته به مطرح کېدونکي نظرونه شخصي بڼه ولري نه د حکومت رسمي دریځ.

دوې ورځې وړاندې، د دوحې غونډې د ګډونوالو په اړه د پخلاینې د مشرتابه نوې جوړې شوې شورا ویاند عمر داودزي ویلي وو، کاري کمېټې تر یوه چتر لاندې اوس په دې کار کوي چې د قطر غونډې ته څوک او څومره شمېر کسان لاړ او کومې مسئلې مطرح کړي، خو مني چې نانندرۍ لا هم شته،

او دژورو اختلافاتو له امله دوی پرېکنده ګام نشي اخیستلای.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button