افغان عام ولس چا د جنګ لپاره سپر ګرزولي؟

یتیم زمری
د ګډ حکومت او امریکا غلامې رسنۍ تل دا دعوه کوي چې طالب د اولس د خلکو د کورونو نه په حکومتي عسکرو ډزې کوي اولس یې ځانته سپر ګرزولی.
بیګا د یو هوښیار او سپینږیري مخور کس سره کیناستم مجلس مو وو ورسره داسې شخصیت نه وو چې خبری به دروغ وي بلکې ښه متقي او نیک کلیوال و.
پوښتنه مې ورنه وکړه چې کلي کې مو څه حال دی وضیعت څنګه دی ستاسو خواته؟
نور د اب هوا او د شتمنۍ بحث یې ونکړ زوریدلي کلیوال سمدستي وویل چې ولا شپنۍ چاپې سختې زیاتې دی ، هوا یخه ده ، طالبان نشته ، کوم یو چیرې وي ټول یې د اوولس د کورونو دروازې ماتې کړې ، هره شپه چاپه وي ، هره شپه يې بې ګناه کلیوال راټول کړي وي یخ ته یې وتړي. وهل، ټکول، زورول او چې دغه عسکر کله ځي نو ځينې ځان سره يوسي او ځينې راخوشې کړي. ډير سخت ظلمونه کوي د خلکو له کورونو مالونه چور کوي، مالي زيان ور اړوي او چې د شپې په تياره کې هرڅوک وګوري په ډزو يې ولي، له هوا پرې بريدونه کوي.
نوموړی کليوال چې له ډيره درده يې شونډې وچې وې ويې ويل، بيا هم حکومتي چارواکي چیغي وهي چی طالبانو عام ولس سپر ګرزولي خو که سمه پلټنه يې وشي په تيرو څو مياشتو کې چې څومره شپني عمليات کيږي نږدې اویا سلنه قربانيان يې ملکي وګړي دي.
هغه وويل، طالبان نه بلکې دغه د شپنيو عملياتو عسکر زمونږ په لوګر کې په چاپو کې دا صفر یک وحشیان عام خلک قطار ودروي تر شاه یې دوی ودریږی ټوپک د خلکو په وږو ورکیږدي بیا په طالبانو ډزې کوي دا اولس یې ځانته مورچه او سپر ګرزولی تر دې اندازې ظلم چې تر اوسه يې بيلګه نه ليدل کيږي.
اولس په دې ښه پوهیږي چې زمونږ قاتلان امریکان او د هغوی غلام اشرف غني او عسکر یې دي.
داسې نورې ډیرې پیښې هم شوي چې کوم ځای به چې حکومت د خطر احساس کاوو هلته به یې کلیوال په زوره په ټانګونو په مخ کینول او مخکې به تلل تر څو طالبان پرې د ماين چاودنه ونه کړي او یا کمین رانکړي.
نو طالب الحمدالله خپله غصه خوري خو د اولس په خاطر بیا په دښمن ډز هم نکوي موقع نه په استفادې دښمن نه غچ اخلي.
غلامو رسینو ته مونږ وایو چې د یو څو روپیو لپاره دا پوچ تبلیغات مه کوۍ او مه هم برعکس نشریات کوۍ خپل هیواد نه دفاع وکړۍ تر څو به د پردو مزدوران یاست او خپل ملت به په يرغلګرو وژنۍ او هيواد ورانولو ته مو مټې بډوهلي دي.



