طالبانو د کابل لست ته غبرګون:  واده خو نه دی چې دومره کسان استوئ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۲۸)

له شاوخوا دوه اوونيو ناندريو او غونډو وروسته پرون د سې شنبې په ورځ د قطر دوحې د بين الأفغاني کنفرانس کې د ګډون کوونکو دوه نيم سوه کسانو نوملړ اعلان شو چې طالبانو ورته غبرګون ښودلی وايي، د دومره ډيرو کسانو ګډون د دود خلاف دي.

د کابل حکومت پرون وويل، په دغه کنفرانس کې د حکومتي چارواکو تر څنګ د سياسي ګوندونو، پخوانيو جهادي مشرانو، وزيرانو ، واليانو، د ملي شورا، د سولې عالي شورا او ګڼ سياستوال شامل دي چې شمير يې ۲۵۰ کسانو ته رسيږي.

په ياد ليست کې پنځوس ښځې هم شاملې دي.

طالبانو په یاد کنفرانس کې د ګډونوالو ليست ته غبرګون ښودلی او وياند يې ذبیح الله مجاهد په دې اړه په خپار کړي وضاحت پاڼه کې ويلي، چې د ياد کنفرانس جوړوونکو په څرګنده ويلي چې په غونډه کې به (څوک هم د کابل ادارې نمايندګي نه کوي).

د مجاهد په وينا، که د کابل ادارې ځينې چارواکي هم په دغه کنفرانس کې ګډون کوي نو یوازې خپل شخصي نظر به څرګندي د (کابل ادارې نمايندګي نه شي کولای).

طالبانو په ياد کنفرانس کې د دومره زيات شمير کسانو ګډون د دود خلاف بللي په وينا يې د کنفرانس تنظيموونکي یواځې له کابله د دومره ډيرو کسانو د منلو پلان نه لري (د دغه نوملړ څخه د محدود شمیر سیاسي او قومي مخورو نومونه په نهايي شوي لیست کې شتون لري چې یواځې هغوی به اشتراک کوي).

طالبان وايي، د کابل ليست جوړوونکي بايد دې ته متوجه وي چې دا په ليرې هيواد کې منظم کنفرانس دی، نه د واده بلنه؛ (نه د کابل په کوم هوټل کې د واده او کوم بل مناسبت بلنه او میلمستیا).

د مجاهد په وينا، له دغه ډول لیستونو نشرولو ښکاري چې د کابل اداره له ورته غونډو د سولې په برخه کې له پرمختګ څخه ويره لري.

ټاکل شوې، چې په قطر کې بين الأفغاني کنفرانس د اپريل مياشتې له ۱۹ د جمعې له ورځې څخه پيل او د همدې مياشتې تر ۲۱ پورې ترسره شي چې ګډونوال به يې یوازې خپل نظرونه څرګندوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button