ننګرهار: د کور لويدو پيښه کې شپږ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۲۸)
د ننګرهار ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د يوه کور د رالويدو له کبله شپږ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پيښه تيره شپه د یادې ولسوالۍ مربوط په منګل کلي کې رامنځته شوې ده.
د ننګر هار د والي وياند عطاءالله خوګياڼی وايي، په دغه پيښه کې څلور کسان دوه ميرمنې او دوه کوچنيان مړه شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.
یاده پيښه د سخت باران وريدو له کبله رامنځته شوې ده.
له تيرو دوو ورځو راهيسې د هيواد په بيلابيلو ولايتونو کې سخت بارانونه شوي چې له کبله يې سيلابونه راوتلي او ګڼو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.



