کرنې وزارت؛ د اوبو رسولو ۳۱ بېلابيل تړونونه لاسليک کړل

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۲۸)

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت چې د څلورسوه یو اويا افغانيو په ارزشت يې د اوبو لګولو بېلابيل تړونونه لاسليک کړي دي.

د دغه وزارت وياند اکبر رستمي وايي، دغه تړونونه نن د چهارشنبې په ورځ لاسليک شول چې له مخې به يې ۳۱ د اوبو رسولو شبکې جوړيږي په وينا يې دغه شبکې به شاوخوا پنځوس زره جريبه ځمکه خړوبه کړي.

نوموړی وايي، له یادو شبکو به بزګرانو ته زياته ګټه ورسيږي زياتوي د دغه شبکو له اوبو به ۸۶۸۵ بڼوال او بزګران ګټه ترلاسه کړي.

د ياد وزارت  د مسؤولينو په وينا، دغه شبکې د کرنې د پراختيا لپاره د نړيوال مرستندوی صندوق ” IFAD” له خوا تموليږي چې د کرنې وزارت له خوا به يې چارې په دوو برنامو کې پلې شي.

د کرنې وزارت مسؤولين وايي، د يادو شپکو په جوړولو سره به د اوبو د ضایع کيدلو شل سلنه مخه ونيول شي، او د اوبو مديريت به هم ښه شي چې ورسره به کرنيز محصولات تر پخوا زيات توليديږي.

د افغانستان د نهرونو او رودونو اوبه په اوسط ډول په کال کې ۵۷ اووه پنځوس ميليارده متر مکعبه اوبه ته رسيږي چې د افغان کډوالو لپاره د ډنمارک مرستندویه کمېټې ډاکار DACAAR د راپور پر بنسټ د دغه اوبواووه څلوېښت سلنه پرته له دې چې په افغانستان کې وکارول شي له هېواده بهر ځي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button