امرالله صالح دطالبانو ترمخالفت وروسته دقطر په جوړېدونکې غونډه کې خپل ګډون لغوه کړ

کابل ټکی کام ( چهارشنبه، ۲۸وری، ۱۳۹۸ل)
ټاکل شوې ده چې دوه ورځې بعد دقطر په پلازمینه دوحه کې دمسکاو په تعقیب یوه پراخه بین الافغاني غونډه جوړه شي، دې غونډې ته دطالبانو ترڅنګ حکومت هم خپل ټیم ټاکلی دی.
حکومت دوه ورځې وړاندې ددې ناستې لپاره په ډېر لوړ تعداد خپل لېږونکی ټیم معرفي کړ چې دبعضې سیاست والو ترڅنګ دطالبانو دتمسخر، اوخندا سره مخ شو.
ددې ۲۵۰ کسیز پلاوي غوڅ اکثریت دافغانانو ترمینځ له سولې څخه پر جګړې تاکید کونکي دي.
داچې ددې ټیم په رأس کې دامرالله صالح په رقم سوله ضد اشخاص وجود لري، ډېری افغانان په دې نظر وو چې شاید جوړېدونکې غونډه له ځنډ، اوخنډ سره مخ شي.
خونن نوموړي له هغه وروسته په خپله ټوېټر پاڼه ولیکل چې طالبانو د قطر ناستې ته ،د حکومت د ۲۵۰ کسيز ليست په اړه خپل مخالفت څرګند کړ .
نوموړی وړاندې زیاتوي ،چې د تخنيکي او شخصي ستونزو له امله د قطر ناسته کې ګډون نه کوي.
خو ده دخپلې ستونزې په اړه وضاحت ندی ورکړی، خوڅېړونکي وايي چې که نوموړی تللی هم وای، شاید چې په غونډه کې نه وای پرېښودل شوای!



