وال سټریټ ژورنال: دباګرام برید دحال په ژبه امریکايي ځواکونو ته له افغانستانه د وتلو امروکړ

کابل ټکی کام ( چهارشنبه، ۲۸وری، ۱۳۹۸ل)

 

له امريکاڅخه خپرېدونکې مشهورې ورځپاڼې وال سټريټ ژورنال  يوځل بیا په خپله پرونۍ گڼه کې د ولسمشر ډونالډټرمپ دادارې د دريځ په پلوي له افغانستانه د امريکايي عسکرو د چټک وتلو پر دريځ ټينگار کړى.

او دوتلو په صورت کې یې امریکايي اداره کامیابه بللې.

ورځپاڼې د طالبانو له لورې څو ورځې وړاندې له باگرام سره د دريو امريکايي عسکرو وژنه يو تريخ ياداښت نومولى چې په وينا يې دا يوه بله يادونه وه چې معنايې دا وه چې بايد امريکايي ځوانان اونجونې عسکرې ژر تر ژره خپلو کورنو ته راستانه شي.

اودې برید دحال په ژبه امریکايي ځواکونو ته دچټک وتلو امر وکړ چې باید عملي شي.

 

یاده دې وي چې دامریکا اوسنۍ اداره دخپلو ځواکونو په وتلو کې جدي ده، نوځکه یې ددې قضیې په مذاکراتي او سیاسي حل باور او ابتدا وکړه، دامریکايی ولسمشر ډونالډ ټرمپ انتخاباتي شعار یو هم له افغانستان څخه دخپلو پوځیانو وتل وو، چې تر اوسه په دې شعار کې کوم بدلون نه تر سترګو کېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button