وروستیو سېلابونو دهېواد په لر اوبرکې لوړ مالي اوجاني تلفات اړولي دي

کابل ټکی کام ( چهارشنبه، ۲۸وری، ۱۳۹۸ل)

 

وروستیو سېلابونو دهېواد په اکثرو ولایاتو کې لسګونه خلک وژلي دي، چارواکي وایي چې وروستیو سیلابونو د هېواد په شلو ولایتونو کې ۱۳۴ کسان مړه کړي او زرګونه کورونه یې نړولي دي. طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، د روانې میاشتې له اتمې تر اوسه په ۲۰ ولایتونو کې ۱۳۴ کسان مړه شوي دي. د یاد وزارت مرستیال قاسم حیدري زیاته کړې، دوی هڅه کوي ټولو زیانمنو ته اړینې مرستې ورسوي. هغه وایي، د دوی مرستندویه ډلې ځپلو سیمو ته رسېدلي دي او پر یو شمېر زیانمنو یې بېړنۍ مرستې هم وېشلې دي. نوموړي زیاته کړې چې پر مړو شویو سربېره د ۳۸ کسانو د نادرکه کېدو راپورونه هم ور رسېدلي دي. حیدري وویل چې وروستیو سیلابونو ۴۶۴۷ کورونه هم په بشپړه توګه ویجاړ کړي دي.

 

حکومت او طالبانو دواړو په اړوندو مرستندویه ادارو غږ کړی تر څو سیلاب ځپلو سیمو ته عاجلې مرستې وروسوي، اودبشري بحران په مخنیوي کې مرسته وکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button