اشرف غني دلرې کولو لپاره یوولس نوماندان په سلا مشورو بوخت دي

کابل ټکی کام ( پنجشنبه، ۲۹وری، ۱۳۹۸ل)

 

د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو یوولس ټاکنیزو ډلو د اوسني حکومت لرې کولو او یو موقت حکومت جوړولو له پاره مشورې پېل کړي دي.

دغو ډلو کې د حنیف اتمر، فرامرز تمنا، نورالحق علومي، حکیم تورسن، احمد ولي مسعود، رحمت الله نبیل او ځینې نورې ډلې شاملې دي.

د طلوع نیوز د رپوټ له مخې، دوی ویلي چې د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته د حکومت قانونیت له منځه ځي.

دوی د یوه موقت حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې.

د اتمر د ډلې ویاند قادر شاه ویلي، دوی او یوولس نورو ډلو ته به د جوزا له لومړۍ وروسته دغه حکومت مشروعیت و نه لري.

د اساسي قانون له مخې، د ولسمشرۍ له ټاکنو پنځه کاله وروسته د جوزا په لومړۍ د ولسمشر دنده پای ته رسېږي.

اساسي قانون کې دا هم ویل شوي چې د ولسمشرۍ ټاکنې باید د ولسمشر د دندې له ختمېدو دېرش یا شپېته ورځې وړاندې وشي.

ولسمشریزې ټاکنې باید د روانې حمل په ۳۱ شوې وای، خو د ځینو ستونزو له امله و نه شوې چې اوس د ولسمشر د کاري مودې له پوره کېدو وروسته کېږي، دابه داساسي قانون مخالفت وي.

یاده دې وي چې ولسمشر غواړي دلوې جرګې تر دائرېدو دسولې هر رنګ هڅې متوقفې کړي، اودلویې جرګې په توسط دخپل واک موده وغځوي، خوسیاسیون نه پرېږدي چې نوموړی له دغسې ناکامو هڅو خپل اهداف تعقیب کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button