مشورتي لويه جرګه؟! که د ولسمشر د لډو ګروپ؟؟!

ليکنه: غورځنګ

ولسمشر غني که څه هم له تېر مني راهيسې د انتخاباتو او ټولټاکنو خبره کوي، چې ګواکې په راتلونکي پسرلي کې به په ټول هېواد کې به سرتاسري ټولټاکنې تر سره شي، خو د ژمي په رارسېدلو سره د ولسمشر اراده او تصميم يو ځل بيا بدل شو او يو ناڅاپه يې د لويې مشورتي جرګې خبرې شوروع کړې چې ګواکې لويه مشورتي جرګه راغواړم تر څو د هېواد سرنوشت او برخليک وټاکي.

که څه هم ولسمشر غني دغه جرګه د افغانستان د راتلونکې سولې او روغې جوړې لپاره يوه اړينه اومهمه جرګه بولي او د دې لپاره چې ډېره زياته مؤثره هم ثابته شي نو طالبانو ته يې هم پکې د ګډون کولو بلنه ورکړې ده.

مګر شنونکي وايي چې غني په دا ډول خبرو اترو ملت او د حکومت ناخبره چارواکي تېر باسي او شنونکي وايي چې د ولسمشر مشورتي جرګه کې يوازې هغه خلک ګډون کوي کوم چې د غني فسبوکي او نور ملاتړي بلل کېږي او  دغه ډول جرګې ته طنز ليکونکي د غني د لډو د ګروپ نوم ورکوي.

شنونکي  ځکه دغه جرګه د غني د لډو ګروپ او ډله نوموي چې په دغه جرګه کې يوازې د غني ملاتړي ګډون کوي  او هغه څه به پکې ويل کېږي کوم څه چې د غني خوښه وي.

شنونکي په دې وجه هم دغه جرګه د غني د لدو ګروپ نوموي چې په دې جرګه کې به يوازې د غني د بې هوده واکمنۍ په د دوام په اړه خبرې کېږي. او بل به پکې هېڅ هم نه ويل کېږي.

همداشان دغې جرګې ته ځکه د غني د لډو د ګروپ نوم ورکول کېږي،  چې په دې جرګه کې د حکومت پخواني تقاعدي او يا هم  په کور ناست چارواکي هم ګډون نه کوي. او هغه هم وايي چې دا د غني د ډلې شخصي جرګه ده او يوازې  د غني د خوښې ويناګانې به پکې کېږي.

شنونکي ځکه دغې لويې جرګې ته د غني د لډو ګروپ وايي چې دغې جرګې ته په ټولنيزو رسنيو کې کمپاين هم د غني ټيم کوي او نور هېڅوک هم دغې جرګې ته خوشبين نه دي بلکې يوازې د غني ټيم ورته خوشبين دی.

نو ځکه شنونکي دغې لويې جرګې ته د غني ټيم د لډو ګروپ وايي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button