ولسمشرۍ ماڼۍ: دسولې مشورتي لویې جرګې ته لومړیتوب ورکوو

کابل ټکی کام ( جمعه، ۳۰وری، ۱۳۹۸ل)

 

ولسمشرۍ ماڼۍ د دوحې غونډې له لغوه کېدو وروسته نن ویلي، اوس د سولې مشورتي لویه جرګه ورته لومړیتوب لري. ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، هیله لري چې طالبان به د دغې جرګې وړاندیزونه ومني. دا جرګه تر راتلونکو لسو ورځو پورې کابل کې جوړېږي. د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وايي، چې د حکومت ټول پام پر دې جرګې را ټول دی او ښه پوره چمتوالی ورته نیول شوی دی. ټاکل شوې وه، له قطر ناستې وروسته د سولې مشورتي لویه جرګه جوړه شي، خو اوس چې د قطر ناسته لغوه شوه، افغان حکومت ټینګار کوي چې په ټاکل شوې نېټه دې د سولې مشورتي لویه جرګه جوړه شي. د سولې مشورتي لویه جرګې کمېسیون د معلوماتو له مخې دغه جرګه به راتلونکې ثور میاشتې په نهمه جوړه او څلور ورځې به دوام وکړي چې د ټول هېواد په کچه به په‌کې دوه نیم زره کسان برخه واخلي.

 

یاده دې وي چې دافغانستان سیاسیون، اوطالبانو لویه جرګه ملي نه بلکه حکومتي بللې، او له افغانانو یې غوښتي چې ګډون پکې ونکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button