کابل ټکی کام ( جمعه، ۳۰وری، ۱۳۹۸ل)
د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو يوه بې پیلوټه الوتکه لوېدلې. د کندهار د پنجوايي ولسوال فضل محمد اسحاقزي وويل چې دغه الوتکه تېره شپه د تخنيکي ستونزو له امله د پنجوايي ولسوالۍ د ريګ په سيمه کې لويدلې. اسحاقزی وایي، بهرنيو ځواکونو تر دې پېښې وروسته نن سهار دا الوتکه له هوا وویشتله او له منځه یې یوړه. ناټو ځواکونو تراوسه پهدې اړه څه نه دي ویلي.
وسلوالو طالبانو هم په دې اړه څه ندي ویلي، خوپه دې وروستیو کې چې طالبانو له دولتي ځواکونو پرمختللې اسلحې نیولي، وخت ناوخت دداخلي اوخارجي ځواکونو الوتکې په نښه کوي.


















