بالآخره د سولې دښمن څوک وختو؟!

څارنوال حشمت عبیدی
سره له دې چي د قطر بين الافغاني ناسته کومه تصميم نيوونکې ناسته نه وه خو د بين الافغاني ډيالوګ لپاره یوه لاره هواروونکې غونډه وه د دغي وړي خو اغیزمنې هڅي مخنيوی د سولې د پروسې او د افغان ولس د ارمانونه سره تسره جفا ده.
د دې غونډې د لغوه کیدا نښې نښانې هغه مهال راڅرګندې شوې چې ناعاقبت اندیش متفکر د امریکا په مستقیمه اشاره داسې یوه کرغیړن عمل ته لاس واچاوه چې له ورایه ترې د مذاکراتو د سبوتاژ کیدا بوی ختو، او هغه دا چې باید لږ تر لږه ۲۵۰ کسان د حکومت لخوا معرفي کړای شي او یادو مذاکراتو ته واستول شي.
د سبوتاژ نښې نښانې هغه مهال لا غښتلې شوې چې طالبانو اعلان وکړ چې د مذکراتو لپاره د ټولو اړخونو په توافق ډیر لږ کسان د ګډون لپاره یاد شوی دی خو لکه څرنګه چې طالبان په وار وار آوار پورته کوي چې د اشرف غني حکومت یو بې واکه حکومت دی ځکه ورسره خبرو ته زړه نه ښه کوي، د اشرف غني د وروستي اقدام لپاره تر ټولو غوره ثبوت دی، اشرف غني ته ټولې لارښوونې د امریکا لخوا خلیلزاد ته او خلیلزاد یې بیا اشرف ته رسوي او اشرف غني یواځې د امریکا د اوامرو د تطبیق دنده پر غاړه لري او بس.
د مذاکراتو د سبوتاژ پر تابوت هغه مهال فولادي میخ ټک وهل شو چې کله د قطر هیواد اعلان وکړ چې د دې په خاطر چې د مذاکراتو لپاره د ګډونوالو پر شمیر له ټولو اړخونو لخوا توافق صورت نه وي نیولی غونډه به تر هغې پورې معطل وي.
نو پایله دا شوه چې د سولې د مذاکراتو دا وروستۍ غونډه چې د ټول افغان ملت سترګې ورته په لارې وې، ټولو په غړیدلو سترګو ولیدل چې امریکا د سولې لپاره څومره چې فکر کیږي صداقت نه لري، چې کله هم امریکا پر دې پوه شي چې د افغانانو تر مینځ روغه جوړه یقیني کیږي نو سملاسي خپلو لاسپوڅو تالي څټو ته دا سې یوه فارموله ورواستوي چې په کبله یې د افغانانو تر مینځ اختلافات یو ځل بیا راژوندی کړي لکه پر خاموش شوي اور چې یو ځل بیا تیر چپه کړې.
د اشرف غني لاسپوڅی حکومت یواځې او یواځې د امریکا اوامر، احکام او انواهي پر ځای کولو او تطبیقولو یوه پروژه ده، یواځې د د عامو خلکو او ملت د تیرویستلو په موخه د حکومت شکل او نوم ورکړل شوی.
لاسپوڅې اداره تل د امریکا ډول ته نڅیږي، او تر هغې چې د امریکا بې حسابه او کتابه ډالر دې په نوم حکومت ته راروان وي نو د امریکا هدایات به هرو مرو تطبیقیږي او سوله موله به نه راځې، داسې فکر کیږي چې د سولې لپاره د منډو ترړو پدیده هم یواځې د همدې موخې لپاره جوړه شوې چې په ډول ډول پلمو یې مخه ونیول شي او پړه یې پر طالبانو اچول شي څو د طالبانو نوم بد او د خلکو خواخوږي له امریکا او د امریکا له تالي څټي حکومت سره پیدا شي او بس.
اوس دې ملت قضاوت وکړي چې آیا طالبان سوله کول نه غواړي او که امریکا او د امریکا لاسپوڅي او ګوډاګي حکومت؟



