ليکنه: څارګر احمدزی
امريکا په يوه ځل له خپل غرور سره سم په زياتو اسلامي ممالکو باندې يرغل وکړ چې دا يرغل په ځينو هېوادونو باندې له نظامي اړخه وو او په ځينو هېوادونو باندې له فرهنګي اړخه.
په افغانستان او عراق باندې امريکا نظامي يرغل وکړ او په لېبيا، شام او ځينو نورو عربي هېوادونو کې يې بيا خپل يرغل ته بله بڼه ورکړله، داسې چې د يادو ممالکو د واکمنو نظامونو په خلاف يې په لومړي سر کې مظاهرې او جلوسونه ووېستل او بيا يې دغو جلسونو ته د عربو د پسرلي نوم ورکړ کله چې جلسونه او مظاهرې په جوش راغللې نو وسلې يې پرې ووېشلې خو څه موده وروسته يې بېرته خپلې مرستې او وسلې پرې بندې کړلې.
کله چې د امريکا له يرغل څخه وروسته د نړې د ټولو مسلمانانو په زړونو کې د اسلامي خلافتونو او اسلامي نظامونو جذبې راوټوکېدلې او ورو ورو سره نږدې کېدل نو د خپل عادت له مخې امريکا او ناټو يو پلان په نظر کې ونيول چې هغه د داعش په نامه د مسلمانانو له منځه يوه لامذهبه ډله راپورته کول وو او هغې ډلې خپل نظام ته د اسلامي دولت يا خلافت نوم ورکړلو، دغه خلافت والا داسې کارونه وکړل چې خلکو ته يې د خلافت نوم له پامه وربد کړلو، چې دا ټول د امريکا چلونه او فرېبونه وو، لنډه دا چې د داعشيانو دسيسه ان افغانستان ته هم راغله، خو افغانانو په بې ساري مېړانې د دغې دسيسې څخه خپل افغان ولس وژغورلو او په افغانستان کې يې کاميابۍ ته پرېنښودل.
خو لنډه دا چې امريکا په افغانستان باندې ډېرې زياتې او خطرناکې حربې وکارولې خو چندان کار يې ورنه کړلو، بلاخره يې له څو مياشتو راهيسې له افغانانو سره په قطر کې مذاکرات پيل کړل او وې ويل چې د افغانستان کشاله جنګي حل نه لري.
امريکا ولې افغان کشاله د خبرو اترو له لارې حل کوي؟؟
دا چې امريکا ته د ټولې اسلامي نړۍ د عامو مسلمانانو دښمني ورله غاړې ده نو ځکه اوس په دوه کې حيرانه ده،
امريکايان فکر کوي چې که چېرته له افغانستان څخه د تېښتې په ډول او د ماته خوړلي پوځ په شکل ووځي نو له نورې يرغمل شوې اسلامي نړۍ سره به څه کوي؟
يعنې په هغو اسلامي ممالکو کې چې دوی اډې او پوځونه لري، څه به ورسره کوي؟؟
امريکا په دې چورت او فکر کې ده چې له افغانستان څخه وتلو ته به کوم ډول نوم ورکوي؟؟
که چېرته وايي چې په افغانستان کې يې مقاصد تر لاسه کړل نو ځکه وځي، نو دا به نړۍ ته يوه نامعقوله بهانه وي او په دې واسطه به ټوله نړۍ په دې باندې پوه شي چې امريکا په افغانستان کې ماتې خوړلې ده.
ځکه چې امريکا خو په افغانستان کې يو وخت دايمي اډې غوښتې، نو هغه اډې څنګه شوې؟؟
امريکا په افغانستان کې د نورو پخوانيو يرغلګرو تاريخ مطالعه کړی دی نو ځکه اوس په دوه کې حيرانه ده، چې څه وکړي؟؟ که چېرته د روسانو په څېر له افغانستان څخه رسوا او شرمنده وځي نو اينده به يې څنګه وي؟؟ آيا اينده به يې له اوسنۍ روسيې څخه ښه وي او که بده؟؟
ځکه چې روسانو هم په افغانستان باندې خپل يرغل کړی دی چې په پای کې دومره ذليل او خوار شول چې د وتلو لار ورڅخه ورکه وه او اوس دا دی بې چاره ګان په نړۍ کې له اقتصادي پلوه ژوبل دي.
دغه شان که چېرته امريکا په افغانستان کې ماتې وخوري نو هغه خوارې چې تقريباً له سوونو کالو راپدې خوا یې د مسلمانانو په خلاف شروع کړي دي، په سيند به لاهو نه کړل شي؟؟
او که چېرته په افغانستان کې ماتې وخوري نو دا اتلس کلنه خواري به يې څنګه شي او آيا امریکا به د دغه طويل جنګ اقتصادي تشه ډکه کړي؟؟
او که چېرته په افغانستان کې پاتې کېږي نو له ډېر خراب برخليک سره به مخ شي، نو ځکه اوس په دوو کې حيرانه ده چې څه وکړي؟؟ له افغانستان څخه ووځي؟؟ که پاتې شي؟؟ په داسې حال کې چې په دواړو حالتونو کې سخت زيانونه او تاوانونه وراوړي.


















