د (نه منم!!!) په ناروغۍ اخته چارواکي

څارنوال حشمت عبیدی
د کمونستانو دې خدای کور وران کړي، که یې د د داود خان پر بنسټیز حکومت وحشیانه کودتاه او یرغل نه وای کړی نو نن به خبره تر دې نه رسیده چې د ګل مرجان او کلمرجان په څېر کرغیړنې څیرې هم پر دې غیور او با شهامته اتل ملت حاکمیدای.
کومې لوبې چې اوسني چارواکي پر خپل مظلوم او مقهور ملت او هیوادوالو ترسره کوي د افغانستان پنځه زرن کلن تاریخ پرې شرمیږي، افغانستان یو داسې هیواد و او افغانان یې داسې اتلان شخصیتونه وو چې په پاني پت او ډیلی کې به یې خلک له نوم نه وریدل خو نن ېې داسې پاخه غلامان پر سر حاکمان شوي چې د پاني پت او ډیلي غلامان هم پرې شرمیږي.
ډبل عبدالله په دې شهرت درلود چې هره قضیه کې به یې منفي رول لوباوه او همدا یوه خبره به یې کوله چې: نه یې منم!!! خو کلمرجان به ورسره نرمي کوله او د ګلمرجان ضد به یې ځکه منلو څو د قدرت واګي یې له لاسو ونه ووځي.
دوستم به هم چې کله په قهر شو نو ویل به یې نه منم!!! اسماعیل خان چې له ګدۍ کوز کړای شو ویل یې نه منم!!!
خو اوس یې نه ګلمرجان مني!!! او نه هم کلمرجان!!! کلمرجان له څه مودې راهیسې په هره غونډه او هره وینا کې دا خبره تکراروله چې که په سوله کې زما سر هم ځی زه ورته حاضر یم، خو کله چې سولې عملي اړخ خپل کړ، نو ورو ورو یې په مختلفو انو بهانو د سولې پر وړاندې خنډونه ایجاد کړل چې ټولو ته یې د سولې په اړه کرغیړنه څیره څرګنده شوه.
اوس ویل کیږي چې د جوزا له لومړۍ نیټې نه یې د مشرۍ موده هم پای ته رسیږي، خو وایی اوس یې یو ځل بیا خپلې دواړه پښې په یوه پینڅه کې اچولي او وایی چې نه یې منم!!! او هیڅکله له خپل واک نه لاس نه اخلي تر څو چې ټاکنې نه وي شوي.
که وکتل شي نو اوسني چارواکي ټول سره ورته د نه منم نارغي!!! لري، عطا محمد نور هم د ولایت نه لاس نه اخیستو او ویل یې چې نه یی منم!!! محققق هم چې کله منفک شو نو څو ورځې مرور ګرځیدو او ویل چې نه یې منم!!! اوس کلمرجان هم چې کله وپوهیدو چې د واک دوره یې پای ته رسیږي نو وایې نه یې منم!!!
په همدې نه منلو!!! نه منلو!!! کې به یې خدای یوه ورځ د ځمکې تل ته ورکوز کړي، هلته به ورسره پر دې خوار او بې وزله او جنګ ځپلي ملت د لوبو پوښتنه ستر الله وکړي.
باید پوه وي چې ظلم یواځینی هغه جنایت او جرم دی چې خدای تعالې یې مرتکب ته په دنیا هم سزا ورکوي او په آخرت هم، نو هغه ورځ لرې مه ګڼئ چې خدای تعالی به یې په دنیا کې ملت ته داسې وشرموي لکه نجیب او ملګري کمونستان یې وشرمول او یا لکه رباني او مسعود او نور یې چې وشرمول.



