ملي امنیت: د موسی کلا لپاره د طالبانو ولسوال نیول شوی، طالبان:حقیت نلري

د ملي امنیت ریاست وایي چې د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ لپاره د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو نومول شوی ولسوال نیول شوی دی

د ملي امنیت په وینا چې نیول شوی کس ملا غفور نومیږي او د جګړې وسائل هم ورسره نیول شوي دي

خو طالب ویاند قاري یوسف احمدي د افغان حکومت دا ادعا ردوي او وایي چې په دې نوم کس د دوی په ملګرو کې نشته

احمدي په خپل ټویټر لیکلي: ” موږ د د دښمن دا ادعاچي د اسلامي امارت له لوري د هلمند موساکلا د پاره نومول شوی ولسوال یې اسیر کړی کوم حقیقت نلري او نه په دې نوم زموږ په مجاهدینو کي کوم کس شتون درلود”

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button