خاکسار
په دې خو ټوله نړۍ قانع ده چې يو وخت چې په اسلامي نړۍ باندې د روحانيونو او علماؤو حاکميت وو نو مسلمانانو ته د نړۍ په هر ګوټ کې د قدر په سترګه کتل کېدل او هيچا به دا جرأت نشو کولی چې مسلمان ته ازار ورسوي ځکه چې د پوښتنې يو څوک به يې تر شا درلودل.
خو له هغه وخته چې صليبي جګړې پای ته ورسېدلې او اسلامي نړۍ هم په مختلفو برخو ووېشل شوه، نو پر اسلامي نړۍ باندې د يهودو او صليبيانو د شومو پلانونو تطبيق هم پيل شو چې دا دی تقريباً سوونه کلونه کېږي چې مسلمانانو يې په خپلمنځي شخړو اخته کړي دي، چې د هغو له جملې څخه يې يوه دا چې مسلمانانو يې تر خپل منځ يو له بل سره اخته کړي دي، که چېرته په يوه مسلمان هېواد باندې کافران حمله او يرغل وکړي نو له هغه سره بل مسلمان د مرستې کولو حق نه لري، لکه پر فلسطين، کشمير، افغانستان عراق او نورو باندې چې اسرائيلي يهودانو، هندانو، امريکايانو او ناټويانو او نورو يرغلونه کړي دي او د دنيا هېڅ يو مسلمان نشي کولی چې له دوی سره علني او ښکاره مرسته وکړي.
له دې هر څه سربېره بيا هم د صليبي نړۍ زړه يخ نشو نو د دې لپاره چې له مسلمانانو څخه لږه پاتې ساه هم وباسي نو د يوويشتمې ميلادي پېړۍ په رابرېدلو سره امريکا او ناټو مشترک او نړيوال يرغل په هغو اسلامي هېوادونو باندې تر سره کړ له کومو څخه چې لږ تر لږه د اسلامي قيادت او مشرتابه هيله کېدله او مسلمانان همدغو يو څو هېوادونو ته په تمه هم وو چې ګواکې دوی کولی شي چې له کفري يرغلونو او ناخوالو څخه اسلامي نړۍ وژغوري.
پر عراق باندې د امريکا د بريد په ترڅ کې هلته مجاهدين پاڅېدل او د امريکا او ټول غرب پر وړاندې يې وسلوال جهاد ته ملا وتړله خوهغه وخت چې داعشيانو د اسلامي دولت او اسلامي خلافت تر خوږو عنوانونو لاندې شعارونه بدرګه کول، نو د عراق او سوريې زړور او حقيقي مجاهدين يې هم په مختلفو برخو ووېشل او له ناکامۍ سره يې مخ کړل.
خو هغه هېواد چې امريکايان او ناټو ځواکونه ورته ډېر په غرور راغلي وو، افغانستان وو، چې د دوی په نظر هېڅ هم نه ښکارېده، کله چې طالبانو له خپل سقوط څخه وروسته بيا په وسله وال جهاد باندې لاس پورې کړ او په نړۍ کې تر يو څه اندازې پورې وځلېدل نو امريکا او ناټو هم وپتېيله چې افغانستان رښتيا هم چې خپل د مېړانې او شهامت تاريخ ساتي نو ځکه يې په پای کې د مذاکراتو پر بهانه د خپلو عسکرو د وتلو لپاره د لارو چارو لټول شروع کړل،
او اوس هم دا دی امريکا لګيا ده او د خپلو عسکرو لپاره د په امن وتلو لپاره لارې چارې لټوي کله يوه هېواد ته سوال او زارۍ کوي او کله هم بيا بل هېواد ته.
که د رښتيني افغان او مسلمان په صفت فکر وکړو نو په رښتينې توګه بايد د طالب قدرداني وکړو ځکه چې امريکا داسې تاريخ لري چې کله يې په کوم هېواد باندې زور ورسېږي نو په هغه هېواد کې داسې کړنې تر سره کوي چې قلم يې له ليکلو عاجز وي، چې ښه مثالونه يې ويتنام او همداشان په لومړۍ او دويمه نړيواله جګړه کې پر جاپان او جرمني باندې د دوی هوايي بريدونه او نور ډول ډول جنايتونه دي.
لنډه دا چې په افغانستان کې امريکا او سپينه ماڼۍ ته سپينې پګړۍ تاريخي ماتې ورکړه، چې دا به په نړۍ کې د امريکا کمساری يرغل او بيا په کمسارې ماتې واوښتله.
يعنې په تاريخ کې داسې پېښې يا خو کمې شوې چې ټول نړيوال کفر دې په کوم اسلامي هېواد باندې مشترک يرغل تر سره کړي او يا هم بلکل شوي نه دي.
نو ځکه د دې تاريخي سترې اتلولۍ او تاريخي سترې کارنامې کرېډېټ يوازې او يوازې طالب ته ځي. او هېڅوک په دې اتلولۍ کې له طالب سره نشي شريکېدلی.

















